افغانستانخبرونه

سیګار: افغان هوايي ځواک په دریو میاشتو کې ۱۲ الوتکې له لاسه ورکړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د بیا رغونې له پاره د امریکا د مرستو د څارونکي دفتر (سیګار) وايي، افغان هوايي ځواک سږ کال په لومړیو دریو میاشتو (جنوري، فبروري او مارچ) کې ۱۲ الوتکې له لاسه ورکړې دي.

 یاده اداره راپور ورکوي، چې پخوا ته په کتلو سره د افغان هوايي ځواک الوتنو ۲۶ سلنه کموالی پیدا کړی.

 راپور زیاتوي، په تلف شوو الوتکو کې د روسي ساخت (مې ۱۷) الوتکې او یوه نوې (MD  ــ ۵۳۰) هم شامله ده، چې په جګړو کې کار ترې اخیستل کېده.

راپور څرګندوي، دغه الوتکې تر ډیره د زړښت له امله په بشپړه توګه تخریب شوې او یا هم په جګړه کې له منځه وړل شوې دي.

 سیګار همداراز وایي، تېر کال افغان ځواکونو ۱۶۶ الوتکې درلودلې، چې اوس یې شمېر ۱۵۴ ته راښکته شوی دی.

تر اوسه څرګنده نه ده، چې دغه الوتکې چېرته او څرنګه تلف شوي؛ خو زیاتره وخت افغان ځواکونه د پېسو په خاطر د خپلو تجهیزاتو او موټرو په تخریبولو لیدل شوي.

بل لور ته د دفاع وزارت ویاند روح لله احمدزی د سیګار راپور ردوي او وايي: هوايي ځواک له پخوا زیات پیاوړی شوی دی.

نوموړی د وسایلو د تخریب په اړه پر افغان ځواکونو لګیدلي تورونه هم نه مني او زیاتوي، چې د تېر کال په وروستیو او د روان کال په پیل کې څو الوتکې نسکورې شوې، چې معلومات یې پر وخت خپاره شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close