نړۍ

د لاړکانه جیل کي بندیانو دوه پولیس او یو کارکونکی نیولی دی

pakistani-policeنن ټکی آسیا: د لاړکانه په جیل کي بندیانو دوه پولیسان او د بندي خانې یو تن کارکونکی يې له ځانه سره تم کړی، او غوښتنه يې کړي چي ددوی هغه ملګري چي ددغه بندي خانې څخه نورو بندی خانو ته لیږل شوي، بیرته همدلته را وستل شي، او ددوی د لیږلو چاري هم وځنډول شي.

د پاکستان د محکمې د پریکړي له مخي دغه بندیان د لاړکانه بندي خانې څخه نورو بندی خانو ته استول کیږي،

تر څو ددغه بندي خانې د بیا رغوني چاري تر سره شي.

ویل کیږي چي په دغه بندي خاني کي ټول ۱۶۵۰ بندیان دي، چي دهغو څخه ۱۲۰۰ مخکي لا پر نورو بندی خانو ویشل شوي دي، او اوس ۴۵۰ بندیان پاته دي، چي په هغو کي شاوخوا ۴۰ بندیانو په اجتجاجي توګه دغه ۲ پولیس او یو د بندي خانې کارکونکی له ځانه سره تم کړي دي.

د سیمي څخه پولیسو ویلي چي د بندیانو سره يې د تم شویو کسانو په اړه خبري رواني کړي دي، او کوشش کوي، چي دا مسله په ښه توګه حل کړي.

باید وویل شي چي د مارچ په میاشت کي د حیدر اباد په بندي خانه کي د بندیانو او پولیسو تر منځ جګړه شوې وه، چي له کبله يې ۷ بندیان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي وه، په هغه وخت کي پولیسو ویلي وه چي بندیانو د بند د ماتلو هڅي کولې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x