روغتیانړۍ

نړۍ کې له کرونا څخه د روغ شویو کسانو شمېر له «۱» ملیون پورته شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غوایي، ۱۳۹۹ل): د نوې کرونا ویروس په پایله کې نږدې د نړۍ په ۲۰۰ هېوادونو کې شاوخوا درې نیم ملیون وګړي اغیزمن شول چې له کبله یې له ۲۴‍۱زرو زیات مړه شول.

خو بل لوري ته په دغې نړیوالې وبا د اخته کسانو له جملې څخه یې یو ملیون ۹۷زره او ۸۵۸ کسان داسې دي چې یادې ناروغۍ ته یې ماتې ورکړې ده.

د امریکایي پوهنتون جان هاپکینز له مخې کوم چې په نړۍ کې د کرونا وبا قضیې څيړي او شمېرې حسابوي، وایي په دغې ناروغۍ د اخته کسانو څخه یې روغ شوي د مړو شویو په پرتله ۴سلنه زیات دي.

د کرونا وبا څخه زیات کسان په امریکا کې اخته شوي چې د تازه ارقامو له مخې یې شمېر ۱.۱ ملیون ته رسیږي، له هغې څخه له ۱۷۵زره زیات بیرته روغ شوي دي.

په دویم نمبر جرمني هېواد دی چې له ۱۶۴زره اخته کسانو له جملې څخه یې ۱۳۰زره بیرته روغ شوي کوم چې ۷۴سلنه کیږي. جرمني دوه اونۍ وړاندې په کرونا د کنترو کېدو اعلان کړی و.

په هسپانیا کې له ۲۱۶زره مثبتو پېښو څخه یې له ۱۱۷زره زیاتو کسانو دغې ناروغۍ ته ماتې ورکړې ده، روغ شوي کسان شاوخوا ۵۳سلنه کیږي، هسپانیا د ماشومانو پرمخ ښوونځي پرانیستي او په بشپړ ګرځبندیز کې یې اسانتیاوې راوستې دي. ورپسې ایټالیا ده چې د ۲۰۹زره اغیزمنو څخه یې نږدې ۸۰زره بیرته روغ شوي دي.

په چین کې له کومه ځایه چې ویروس خپور شوی ټولټال ۸۴زره مثبتې پېښې ثبت شوې، ددې له جملې څخه یې ۷۸۵۸۶ ښه شوي چې له ۹۰ سلنې زیات کیږي، او اوسمهال یوازې لسګونه کسان چې له هغه هم له بهر څخه چین ته تللي روغتونونو کې تر تداوۍ لاندې دي. چین هېواد کې ګرځبندیز ختم کړی، مارکیټونه، بازارونه او نړیوال شرکتونو ته سوکه سوکه د پرانیستلو اجازه ورکوي.

په شپږم نمبر ایران دی چې له ۹۶زره پېښو څخه یې ۷۷۳۵۰ کسان بیرته روغ شوي دي. دغه راز په ترکیه کې د ۱۲۴زره مثبتو پېښو څخه یې له ۵۸زره زیاتو کسانو کرونا ته ماتې ورکړې ده.

په لومړيو لسو هېوادونو کې وروستی سویس هېواد دی چې نږدې ۳۰زره مثبتو پېښو څخه یې ۲۳۹۰۰ کسان بیرته روغ شوي دي.

په دې لیست کې افغانستان په ۹۰م نمبر دی چې له ۲۷۰۴ مثبتو پېښو څخه یې ۳۴۵ کسان بیرته روغ شوي او د ننۍ شمېرو له مخې ټولټال ۸۲ کسان مړه شوي دي.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال په ټوله نړۍ کې نږدې درې نیم ملیونه وګړي پر کرونا اخته شوي چې له کبله یې ۲۴۳زره ۹۲۲ مړه شوي دي او یو ملیون ۹۷زره او ۸۵۸ بیرته روغ شوي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close