افغانستان

طالبان-ایران ته: د افغان کاریګرو د شهادت پېښه دې په دقیق ډول وڅېړل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غوایي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې له افغانستان څخه ایران ته د تلونکو یو شمېر افغان مسافرو د وژل کېدو خبرونه خپاره شول، طالبانو یې په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او له ایراني چارواکو یې غوښتي، چې پېښه په دقیق ډول وڅېړي.

د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي «په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د  ایران اسلامي جمهوریت سره په پوله زموږ ۵۷ تنه هیوادوال چې د کار لپاره هغه هیواد ته په لاره وو، د ایراني پوله ساتو لخوا لومړی سخت ځورول شوي او وروسته ۲۳ تنه په قساوت سره شهیدان شوي دي.»

اعلامیه کې زیاته شوي، چې هیواد تر «امریکايي اشغال» لاندې دی او افغانان له فقر او ګڼو نورو مشکلاتو سره مخ دي، چې له امله يې ځيني ګاونډیو هیوادونو ته د تګ زړه ښه کوي او  باید ددې هیوادونو چارواکي ورسره  «د ترحم، اسلامي اخوت او د ګاونډيتوب له اصولو سره سم چلند ته توجه وکړي.»

د طالبانو له قوله، دا ډول پېښې د ولسونو په ښو اړیکو باندې منفي اغېز پریباسي او باید څېړنه يې وشي «اسلامي امارت د یادو هیوادوالو د وژلو په اړه د ایران اسلامي جمهوریت له چارواکو څخه غوښتنه کوي چې دا بوږنونکي قضیه په دقیق ډول وڅيړي عاملینو  ته یې سخته سزا ورکړي او په راتلونکي کې  د داسې پيښو مخه ونيسي.»

یاده دې وي، چې تېره ورځ په ټولنیزو رسنیو یو شمېر داسې خبرونه خپاره شول، چې څرګندوله یې، د ایران پوله ساتو ځواکونو هغه پنځوس تنه افغان مسافر چې ایران ته په لاره وو، په سیند لاهو کړي، چې له ډلې يې ۳۸ وژل شوي او ۱۲ نورو ځانونه په لامبو له سینده ویستي.

د راپورونو له خپرېدو وروسته د کابل حکومت د بهرنیو چارو وزارت وزیر «حنیف اتمر» ژمنه وکړه، چې د پېښې د پلټنې لپاره به یو پلاوي ټاکي او جزئيات به یې شریکوي، خو نن دوهمه ورځ لا هم د پلاوي له لوري جزئيات په ډاګه شوي نه دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمدخالد

هوالله
ددین پتنگانوته
دستاسی داعلامیه عوام فریبی ده حه فرق کوی افغانان باید مرشی اوپه قتل په ورسیژی که داقتل دتا له لاسه کیژِی که بهرنیان . که دایرانیان داافغانان به نه وژلی وای ته به صبا وژلی بیا تاسی هم په خپل ساید کی لیکیلای وای دا ملحدین مردار شو حکه افغانان دی افغانانو وینه اوس په تول عالم که مباح ده مخصوصا دطلبای کرام په نزد
په درنشت
محمد خالد

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close