افغانستان

حکومت د ۹۸ طالب زندانیانو د خلاصون خبر ورکوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غوایي، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د ملي امنیت شورا وایي، د اشرف غني له حکم سره سم یې۹۸ تنه طالب زندانیان له بنده خلاص کړي.

د ملي امنیت شورا ویاند «جاوید فیصل» په همدې اړوند پر خپل ټویټر لیکلي « د اشرف غني له حکم سره سم تېره ورځ ۹۸ تنه طالب زندانیان د هغوی عمر، روغتیايي حالت او د بند پاتې مودې ته په کتو؛ له کرونا سره د مبارزې د هڅو په لړ کې خلاص شوي.»

د حکومت له لوري د نږدې سلو طالب زندانیانو د خلاصون خبر داسې مهال ورکول کېږي، چې زندانونو ته کرونا سرایت کړی او د طالبانو په ګډون بیلابېل جهتونه د زندانیانو د تبادلې د هڅو په چټکتیا ټینګار کوي.

دوې ورځې وړاندې طالبانو په کندز ولایت کې ۵۲ تنه حکومتي بندیان له نویو جامو او د لارې له مصرف سره یو ځای کورونو ته ولېږل او یاده یې کړه، چې له کرونا څخه د بندیانو د ساتلو په موخه هڅه کوي، د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شي.

بل لور ته سره له دې ، چې د حکومت په زندانونو کې د کرونا لسګونه مثبتې پېښې ثبت شوې او یو طالب بندي یې هم له امله وفات شوی، حکومت د طالب بندیانو د خلاصون پروسه یوه پېچلې عدلي پروسه بولي، چې ددوی په خبره وخت اخلي.

طالبانو ویلي، دوی زندانونو ته د کرونا د سرایت په اړه له چارواکو او بشري بنسټونو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې، خو چا جدي نه دي اخستې، نو ځکه که هر بندي تلف شو، پوښتنه به یې وشي او سخت غچ به یې واخستل شي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» پرته له دې، چې د بندیانو د خلاصون په برخه کې د امریکا مسئولیت یاد کړی، په طالبانو او حکومت غږ کوي، چې  د زندانیانو د خلاصون بهیر دې چټک کړي.

د شنونکو په باور، په داسې حال کې چې اشرف غني د زرګونه جنایي زندانیانو د خلاصون حکم صادر کړی، د طالب زندانیانو د خلاصون بهیر ځنډول له سولې سره د دښمني په مانا دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

زه تر یوه حد دواړه فریقه هم حکومت او هم طالبانو د سولی په راوستو کی پاتی ګڼم، خو تر ټولو پدی کار کی د امریکایانو لاس دی. امریکایانو منافقانه سیاست غوره کړی څنګه کیدای شی چی ټول خارجی او داخلی سیاست دی د کابل د حکومت امریکان تعین کړی خو د بندیانو خلاصون او پریښودل د بیا د کابل د حکومت واک وی؟ واضحه خبره ده چی حکومت د بندیانو له پروسی څخه سیاسی استفاده کوی او دا د امریکایانو له مشوری پرته نشی کیدای.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close