دیني، سیرت او تاریخ

د دعا معنی، فضيلت، اهميت او فايدې«څلورمه برخه»

دوکتور اظهار الحق عزيز

د دعاء قبليدو موانع:
هغه عملونه کول چې د دعاء د نه قبولیت سبب ګرځي، ځينې يې په لاندې ډول دي:

۱- په حرامو ځان ککړول: که هغه خوراك، څښاك، لباس او يا په هر لحاظ تغذيه وي، د دعاء د قبولیت مانع ګرځي.

رسول الله ﷺ په يو اوږده حديث کې فرمايلي: يو سړى خپل سفر اوږدوي، ببر ويښتان، خړ پړ، او دواړه لاسونه اسمان ته پورته كوي چې: اى ربه!، اى ربه!. حال دا چې خوراك يې حرام، څښاك يې حرام، جامه يې حرامه اوروزنه يې پر حرامو، په دې حال کې به څنګه د دغه سړي دعاء قبوله شي. رواه مسلم

ابن رجب رحمه الله وايي: الله ﷻ له عملونو څخه يوازې هغه عملونه قبلوي چې د ټولو مفسداتو او نارواو څخه پاک وي، لکه رياء، کبر، او نه حتی هغه خيرات او صدقات قبلوي ترڅو چې له حرامو پاک وي او حلال مال وي، ځکه د الله ﷻ په وړاندې اعمال، اقوال او اعتقادات له هر ډول چټلۍ او حرامو څخه بايد پاک وي.

۲- د دعاء په قبليدو کې عجله کول او دعاء پريښودل:
د دعاء د قبولیت له موانعو څخه دا هم ګڼل کيږي چې څوك د دعاء ګانو په قبليدو کې عجله کوي چې همدا اوس دې قبوله شي، يا زر تر زره دې قبوله شي، خو چې په قبليدو کې يې لږ وخت ولګيږي نو مايوس شي او ايسته دعاء کول پريږدي.

رسول الله ﷺ فرمايلي دي: ستاسي د هر يوه دعاء قبليږي خو چې عجله ونه كړي، چې ووايي سوال مې وكړ خو قبول نه شو. رواه ابو داود وابن ماجه

په يو بل حديث شریف کې رسول الله ﷺ د عجلې معنی واضحه کړې چې فرمايي: د بنده دعاء به په دوامداره توګه قبليږي ترڅو چې په ګناه او يا د خپلوۍ په قطعه کولو يې دعاء نه وي کړې خو چې عجله ونکړي، پوښتنه ترې وشوه چې يا رسول الله! عجله څه ته وايي؟ نو ويې فرمايل: چې ووايي: دعاء مې وکړه خو د دعاء قبليدل مې و نه ليدل، نو په دې وخت کې ستومانه شي، دعاء پريږدي او بس يې کړي. رواه مسلم

۳- په دعاء کې له حده تجاوز کول: چې دا هم د دعاء د قبليدلو له موانعو څخه شميرل كيږي, لكه چې الله تعالی فرمايي: {إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ} [الأَعراف: 55] بيشكه الله تعالى تجاوز كوونكي نه خوښوي.

له حده تجاوز څه معنی؟
قرطبي رحمه الله ويلي: په دعاء کې له حده تجاوز په څو ډوله دی، ځيني يې دادي لكه: په دعاء کې په زوره چغې او سورې وهل، يا يو انسان د ځان لپاره داسې دعاء وکړي چې ورسره مناسبه نه وي، لکه: د پيغمبرۍ منزلت وغواړي، يا محاله دعاء کوي، يا د يوې ګناه سوال کوي چې ورباندې قادر شي، يا داسې دعاء کوي چې نه په قرآن کې رواه وي او نه په سنت کې.

ابن تيمية رحمه الله وايي: په دعاء کې له حده تجاوز دا معنی چې کله ناروا سوال وي مثلا په حرامو کې مرسته غوښتل، یا داسې څه وغواړي چې هغه الله ﷻ هيڅ نه کوي لکه د قيامت تر ورځې پورې ژوندي پاتې کيدل، او يا يې د بشريت له منزلت او درجې څخه پورته درجه غوښتل چې خوراک او څښاک ته يې ضرورت نه وي او يا داسې نورې دعاء ګانې چې د حده پکې تجاوز شوی وي او الله ﷻ يې نه خوښوي.

او له حده بدترين تجاوز هغه دی چې په دعاء کې د الله ﷻ سره غير الله هم يو ځای کړي ځکه لوی ظلم، زياتی او تجاوز شرک دی، همدارنګه له حده تجاوز کې دا هم راځي چې سوال کول يې په عاجزۍ خاکسارۍ نه وي، او څوک چې د مسکين، عاجز، خاکسار او ويريدونکي په څېر سوال نه کوي نو هغه د خپل حده تجاوز کوونکی او ظالم دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x