ټکنالوژي

د ځيرکو موبایلونو خفیه کوډونه چې تاسو ډېر څه پرې کولی شئ!

ژباړه او زیاتونه: خالد مشال

نن سبا له ماشومه تر زړو پورې د هر عمر او جنس څښتن د ځيرکو موبایلونو درلودونکي دي؛ خو زیاتره داسې وګړي هم شته چې د دغو عصري او پر نوې تکنالوژۍ سمبال موبایلونو کارول ورته ستونزمن دي، ډیر یې په داسې شکل کاروي، چې نه کارول یې ترې بهتر دي. ځینو ته یې چې معمولي سېټنګ یا کوم اپلیکېشن کې څه خرابوالی راشي؛ نو ټول موبایل ته یې سترګې سرې شي؛ نو له دا ډول خلکو سره د ځیرک موبایل شتون داسې ده؛ لکه له دری کلن انسټیټيوټ څخه فارغ نرس ته چې یو چا د زړه عملیاتو په خاطر کوم ناروغ کېنولی وي. ښکاره ده چې هغه عملیات نشي کولی؛ مسؤلیت یې یوازې تر پیچکاري (ستنې، سیرنج) لګولو پورې محدود دی.

نن به د ځيرک موبایلونو په اړه ستاسو د لا زیاتې پوهې په خاطر درسره بعضې پټ او خفیه کوډونه شریک کړو، چې پر مټ یې د موبایل ډېر رازونه درته رابرسېره کېدلی شي.

په دغو کوډونو کې ځینې یې مختلف او ځینې یې بیا د اي او اېس او اینډرايډ سیستمونو (دواړو) له پاره یو شان کارول کیږي. چې تاسو سره به د موبایل په ښه استعمال کې ډیره مرسته وکړي.

که غواړئ؛ نورو ته وهل شوي زنګونه (کالونه) له خلکو پټ وساتئ؛ نو 31# ووهئ.

که غواړئ د موبایل IMAI وګورئ؛ نو *#06# وکاروئ.

که اراده لرئ د موبایل شناخت (ایډنټيفکېشن) خلاص یا بند کړئ؛ نو *#30# کوډ ووهئ.

که اراده لرئ، چې نورو ته وهل شوي زنګونه ډېسبل (تخریب، بند) کړئ؛ نو 33# کوډ وکاروئ.

که غواړئ د موبایل اواز (ساونډ)، د مخې ښيښه (سکرین) او ډیر نور کمالات وګورئ؛ نو *0# کوډ ووهئ.

که غوړئ د موبایل (AFR) کوډېنګ وګورئ؛ نو #33* کوډ وکاروئ؛ خو یاد وساتئ، چې دا کار ستاسې د بیټرۍ ژوند کموي؛ مګر په اړیکو نیولو کې مرستندویه ثابتیږي.

که اراده لرئ د (AFR) کوډنګ بېرته بند کړئ؛ نو *3370# کوډ ووهئ.

که اراده لرئ په موبایل کې د شته سروس سنټر (د خدماتو مرکز) نمبرونه وګورئ او هغه تاسو ورک وي؛ نو په لنډه کې #50057672# وکاروئ.

که غواړئ د موبایل د WIFI، بیټرۍ او د کارېدلو نېټې په اړه معلومات ترلاسه کړئ؛ نو 4636## ووهئ.

که غواړئ په خپل موبایل کې د تېرو ۲۰ زنګونو (کالونو) پرمهال خپل ریکارډ (ثبت) اواز بېرته واورئ؛ نو ##8351## کوډ وکاروئ.

له دې ورهاخوا که چیرې مو د سامسېنگ گلیکسي موبایل سورېس مېنو وګورئ؛ نو *#0011# کوډ ووهئ

او که موبایل مو مېټرولا وي؛ نو د سیکرټ مېنو کتلو له پاره یې باید ##4636## کوډ وکاروئ.

باید وویل شي، چې د ځیرک موبایلونو له پاره ډېر نور کوډونه او پاسورډونه هم شته، خو زیاتره یې د سافټویر او هارډویر جوړونکو شرکتونو کارمندانو ته یاد وي او هغوی یې په ښکاره کولو او نورو ته ښودلو کې بخل کوي؛ نو ځکه یې له لیکلو عاجز یو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مختار

دا کودونه خو یو هم کار نکوی هسی چتی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx