افغانستان

د حکومت له بنده سل نور طالب زندانیان خلاص شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۴ غوایي، ۱۳۹۹ل): د طالب بندیانو د خلاصون د لړۍ په دوام د حکومت له زندانونو څخه نن ورځ سل کسیزه ډله نور طالب زندانیان له بنده خلاص شول.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، دغه سل تنه نن ماښام د څرخي پله له زندان څخه خلاص شوي.

ددې بندیانو په خلاصون سره د خلاصو شویو طالب زندانیانو شمېر ۷۵۰ ته ورسېد.

د حکومت له لوري نږدې سل طالب زندانیان خلاصېږي، چې زندانونو ته کرونا سرایت کړی او د طالبانو په ګډون بیلابېل جهتونه د زندانیانو د تبادلې د هڅو په چټکتیا ټینګار کوي.

دوې ورځې وړاندې طالبانو په کندز ولایت کې ۵۲ تنه حکومتي بندیان له نویو جامو او د لارې له مصرف سره یو ځای کورونو ته ولېږل او یاده یې کړه، چې له کرونا څخه د بندیانو د ساتلو په موخه هڅه کوي، د بندیانو د تبادلې بهیر چټک شي.

بل لور ته سره له دې ، چې د حکومت په زندانونو کې د کرونا لسګونه مثبتې پېښې ثبت شوې او یو طالب بندي یې هم له امله وفات شوی، حکومت د طالب بندیانو د خلاصون پروسه یوه پېچلې عدلي پروسه بولي، چې ددوی په خبره وخت اخلي.

طالبانو ویلي، دوی زندانونو ته د کرونا د سرایت په اړه له چارواکو او بشري بنسټونو سره خپلې اندېښنې شریکې کړې، خو چا جدي نه دي اخستې، نو ځکه که هر بندي تلف شو، پوښتنه به یې وشي او سخت غچ به یې واخستل شي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» پرته له دې، چې د بندیانو د خلاصون په برخه کې د امریکا مسئولیت یاد کړی، په طالبانو او حکومت غږ کوي، چې  د زندانیانو د خلاصون بهیر دې چټک کړي.

د شنونکو په باور، په داسې حال کې چې اشرف غني د زرګونه جنایي زندانیانو د خلاصون حکم صادر کړی، د طالب زندانیانو د خلاصون بهیر ځنډول له سولې سره د دښمني په مانا دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په ځواب کی یی هغه ده طالبانو په هلمند موټر بمب چاودنه وکړه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close