روغتیا

روژه کې پر پوستکي د منفي اغيز لاملونه او د وچ پاتې کېدو څخه د خلاصون لارې چارې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غوایي، ۱۳۹۹ل): پوستکی د بدن تر ټولو حساسه او نازکه برخه ده، چې د تودوخې له امله اغېزمن کيږي او په ځانګړي ډول په روژه کې د کمو اوبو کارولو سره د پوستکي د وچوالي ستونزه مخې ته راځي.

روژه کې پر پوستکي د منفي اغيز لاملونه او څنګه کولی شو روژه کې خپل پوستکی له وچوالي خوندي وساتو؟

په روژه کې د کمو اوبو څښلو سره مو بدن کې مايعات کمېږي بدن مو سپور او د پوستکي د وچوالي لامل ګرځي، د مثال په ډول له روژه ماتي وروسته د زياتې کافي څښل، ځکه چې کافي څښل مو بدن د مايعاتو له نشتوالي سره مخ کوي او پوستکی مو وچ او خوشک پاتې کيږي.

پر خپل وخت د سالمو او ويټامن لرونکو خوړو نه خوړل مو هم له يادې ستونزې سره مخ کوي، کوم ته چې بدن اړتيا لري او بدن د ويټامنونو د کمښت سره مخ کيږي او د بدن پوستکي تازه ساتلو کې رول لوبوي.

همدا راز د لمر له وړانګو څخه مخ نه پټول، او د مخ پريمينځلو پر مهال دهغه موادو کارول چې د پوستکي د وچ پاتې کېدو لامل ګرځي.

د روژې پر مهال د پوستکي د سالم ساتلو لپاره لاندې لارښوونې بايد په کار واچول شي:

روژه کې د ورځې په جريان کې بايد د لمر له مخامخ وړانګو-تودوخې څخه ځان وساتئ، او د لمر وړانګو څخه د بچ کېدو لپاره سنسکرين (sunscreen) وکاروئ.

همدا راز له لمر څخه د سترګو ژغورلو لپاره د لمر ضد عینکې وکاروئ او د سترګو شاوخوا پوستکي خيال وساتئ،ځکه دا يو ډير نازک او حساس ځای دی او د لمر څخه ډير ژر اغيزمن کيږي.

ددې ترڅنګ د روښانه رنګ جامې واچوئ او د ورځې له مخې د بهر تللو پر مهال مو خپل سر له لمر څخه پټ کړئ.

د روژې ماتولو وروسته اوبه او د تازه ميوو جوسونه په زياته پيمانې سره وڅښئ ددې ترڅنګ د اوبو لرونکو تازه سبزي او ميوه په روزمره شکل وکاروئ تر څو مو په بدن کې د اړينو ويټامينونو اړتيا پوره شي او د بدن خوشکي مو له منځه ولاړه شي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close