افغانستانخبرونه

افغان کارګران په «بیل» او «پلاس» له شکنجې وروسته سیند ته غورځول شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، ایراني پولیسو هغه ۵۰ افغان تنه کارګران چې غوښتل یې ایران ته په قاچاقي ډول لاړ شي، له نیولو وروسته لومړی په بیل او پلاس شکنجه کړي او بیا یې سیند ته غورځولي دي.

د ګلران ولسوال عبدالغني نوري رسنیو ته ویلي، ددغو پنځوسو ته له جملې څخه ۳۰ تنه یې ژوندي ژغورل شوي، د ۱۲ مړي ترلاسه شوي او ۸ تنه نور یې لا تراوسه بې درکه دي.

د ولسوال په خبره د سیمې خلکو د هریرود سیند تر نیمروز ولایت پورې پلټلی؛ خو د پاتې اتو کسانو جسدونه یې نه دي موندلي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان چارواکو هم ددغو کسانو د موندلو په موخه د عملیاتو د پيل نه خبر ورکړی وو؛ خو تراوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

ددې پېښې قربانیان د هرات د کشک کهنه او رباط سنګي ولسوالیو او د فاریاب، غور، کابل او نورو ولایتونو اوسېدونکي دي.

د هرات د حوزوي روغتون مشر ډاکټر عارف جلالي وايي، له دغې پېښې څخه ورته ۵ جسدونه او ۲ ټپیان ور انتقال شوي وو، چې د دواړو ټپیانو روغتیايي حالت اوس د ډاډ وړ دی.

په ورته مهال د هرات د ولایتي شورا وکیل احمد کروخي په دغه برخه کې د مرکزي دولت نه پاملرنې ته په اشارې سره وايي، چې تراوسه ددې پېښې د څېړلو په موخه هیڅ دولتي پلاوی سیمې ته نه دی ورغلی.

د شاه ولي په نوم د پېښې یو تن ژوندي ژغورل شوي افغان کډوال رسنیو ته داسې ویلي: مونږ ټول ۵۷ تنه وو، د ایران سرحدي پولیسو له نیولو او یو ورځ بندي کولو وروسته مونږ ته وویل، ځانونه سیند ته واچوئ ؛ کنه په ګولۍ مو ولو!

نوموړی زیاتوي، ده او ملګرو یې ځانونه سیند ته ګوزارل کړل، چې په ترڅ کې یې ۲۳ تنه اوبو ډوب کړل او دده په ګډون یو شمېر کسان وژغورل شول.

د هرات د والي وياند جېلانی فرهاد له افغان کډوالو سره د ایراني پوليسو له لوري داسې چلند تاييدوي او وايي، په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.

خو په هرات کې د ايران قونسلګرۍ او د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیا دا خبره نه مني، چې د ایران سرحدي پولیسو دې دا کار ترسره کړی وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سید عباس موسوي د وژل شوو افغانانو له کورنیو سره د غمرازۍ ښکاره کولو ترڅنګ ویلي، سرحدي ځواکونو یې ورته ډاډ ورکړی، چې د ایران په خاوره کې دننه داسې کومه پېښه نه رامنځ ته شوې.

د ایراني پولیسو لخوا په افغان کارګرانو زور زیاتی او په سیند کې ډوبولو پېښې په اړه د افغان دولت او وسله والو طالبانو غبرګونونه څه مختلف وو.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد پرون د یکشنې په ورځ رسنیو د یو پیغام له لارې وویل، چې د هرات له غمجنې پېښې خبر شوی او د ولسمشر غني په هدایت د پېښې د څېړلو لپاره یې پلاوی ګومارلی ترڅو قضیه په هر اړخیزه توګه وڅیړي.

بل لورته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یو رسنیز پیغام له لاې په یاده پېښه ژور خفګان څرګند کړی، د ایراني پولیسو دغه عمل په کلکه غندلو ترڅنګ یې د ایران له حکومت نه غوښتي چې د پېښې عاملینو ته سخته سزا ورکړي او په راتلونکي کې د تکرار مخه یې ونیسي.

د ایراني پولیسو لخوا په افغان کډوالو او کارګرانو تشدد، ډزې او زور زیاتي پېښې څه نوې خبره نه ده، بلکې تردې وړاندې هم د ایراني چارواکو او حتی عامو ایرانیانو لخوا د افغان کډوالو پر وړاندې د غیر انساني او توهین آمیزه چلن لسګونه پېښې ثبت شوي، چې تراوسه یې افغان دولت په پوښتنه کولو کې پاتې راغلی دی او په ځینو پېښو یې حتی رسنیز غبرګون هم نه دی ښودلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Popal

Shta kom pasteen ya kom toti chi Pa di gharibano tabsira waki au ka sirf da kashaf au sayaf gham warsara da .
Hagha da mula bijligar sahib khabara Ai sharmidalo Ai da democrasai da langi ghwa awlada.

جمیل

د ایران دولت او خلګ دواړه بد دی خو د پاکستان خلک ښه خلګ دی دولت یی ډیر بد دی . په ۱۹۸۵ کی ما په ایران کی شپږ میاشتی تیری کړی پدی مده کی دوه واری ناحقه بندی سوم ، دوهم واری د ایران په زابل کی یوه میاشت داسی ځای بندی سوم چی په یوه میاشت کی یی یوازی یو واری ډوډی راکړه ، د غسل کولو ځای مو نه درلود ، مونږ ۱۳ کسه افغانان د نورو بندیاو څخه جلا بندیان و ټولو لمونځونه کول او ایرانی پاسدارانو هم لیدلو ، د خمینی وختی وی ، اطاق… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx