ورزش

نیمار د برسلونا په خاطر له «۱۰۰» ملیونه یورو او نیمایي معاش څخه تیریږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غوایي، ۱۳۹۹ل): د نړۍ مشهور تکړه فوټبال ستوری «نیمار دا سیلوا» د پاریس سان جرمان لوبډلې هغه وړاندیز رد کړ چې ګواکې برسلونا ته د تلو پرځای دې دغه لوبډله کې تړون اوږد کړي.

پاریس سان جرمان لوبډلې نیمار ته وړاندیز کړی و تر څو په راتلونکي کې له پاریس لوبډلې سره تړون تمدید کړي، دوی به ورته کلنی، میاشتنی او ورځنی معاش څو چنده زیات کړي.

د هسپانوی ورځپاڼې مونډو ډیپورټيو د راپور له مخې ۲۸ کلن نیمار تر دې اندازې چمتو والی ښودلی، تر څو برسلونا لوبډلې ته له خپل میاشتني معاش څخه ۵۰ سلنه او له کلني معاش څخه ۵۰ ملیونه چې شاوخوا ۱۰۰ ملیونه یورو کیږي ورکړي، تر څو د نوموړي تړون ترسره کړي.

د راپورونو له مخې نیمار د پي ایس جي هغه وړاندیز چې په نوي تړون سره به ورته ۱۰۰ ملیونه یورو بونس ورکړي هم رد کړی دی.

لکه څرنګه چې برسلونا لوبډله د کرونا وبا له کبله د سختو مالي ستونزو سره مخ ده، غواړي یوازې لوبغاړي په تبادلي حیثیت واخلي، دوی د نیمار لپاره برازیلی لوبغاړی ارتور میلو هم په نظر کې لري د کوم بیه چې ۶۰ ملیونه یورو ټاکل شوې ده.

په ۲۰۱۷م کال کې برازیلی لوبغاړی نیمار له برسلونا لوبډلې څخه فرانسوۍ لوبډلې پاریس سان جرمان ته په ریکارډ ۲۲۲ ملیونه یورو انتقال شو، په دغه لوبډله کې د نوموړي تړون په ۲۰۲۲م کال کې ختمیږي، خو نیمار غواړي بیرته برسلونا ته ستون شي چیرته چې نوموړي څلور کاله (۲۰۱۳-۲۰۱۷) تیر کړي دي.

د ۲۰۱۹م کال د لوبغاړو د دوبي د انتقال په موده کې برسلونا نږدې وه له نیمار سره یو وار بیا تړون ترسره کړي، نیمار هم غوښتل برسلونا ته ستون شي، خو پاریس سان جرمان لوبډلې برسلونا ستر مالي وړاندیز وکړ چې هغه مهال د تړون پر وړاندې خنډ واقع شو.

وړمه ورځ ځینې راپورونو دا هم ویلي وو چې د مالي خسارت له کبله برسلونا لوبډله چمتو ده، له لیونل میسي، ټير سټیګن، فرانکي ډيونګ او انسو فاتې پرته ټول لوبغاړي د خرڅلاو لپاره د انتقال بازار ته وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x