دیني، سیرت او تاریخ

روژه او نبوي لارښوونې (څوارلسمه برخه)

حامد افغان

د پشلمي اهمیت
(6) ابو درداء رضي الله عنه وایي : رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي : دری کارونه د نبوت اخلاق دي : روژه ماتی ژر کول ، پشلمی ناوخته کول او په لمانځه کې شی لاس په چپ دپاسه کېښودل . عن أبي الدرداء رضي الله عنه قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: ثلاث من أخلاق النبوة: تعجيل الإفطار، وتأخير السحور، ووضع اليمين على الشمال في الصلاة. رواه الطبراني.

(7) رسول الله ﷺ فرمایي: موږ د نبیانو ټولي ته امر شوی چې پشلمي ناوخته کړو او په روژه مات کې بیړه وکړو او په لمانځه کې په ښیو لاسونو چپ لاسونه ونیسو. ‏عَنِ ابن عَبَّاسٍ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: إ ِنَّا مَعْشَرَ الْأَنْبِيَاءِ أُمِرْنَا أَنْ نؤخر سحورنا، ونعجل فِطْرَنَا، وَأَنْ نُمْسِكَ بِأَيْمَانِنَا عَلَى شَمَائِلِنَا فِي صلاتنا. (رواه ابن حبان في صحيحه)

(8) پشلمی د وخت اخیر ته رسول سنت طریقه ده، لكه د بخاري په یوه روایت کې راغلي: د رسول الله ﷺ د پشلمي خلاصیدلو او سهار لمونځ پیل کولو ترمنځ د پنځوس ايتونو تلاوت غوندې ځنډ و. مابين فراغه ﷺ من سحوره و دخوله في الصلاة قدر خمسين آية. یعني تقریباً شپږ اووه دقیقې.

(9) رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي : زموږ او د اهل کتابو د روژې توپیر په پشلمي سره ده. یعني موږ پشلمی کوو او هغوی یې نه کوي . عن عمرو بن العاص رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: فصل ما بين صيامنا وصيام أهل الكتاب أكلة السحر. رواه مسلم

(10) عرباض بن ساريه رضي الله عنه وایي: زه په روژه کې رسول الله صلی الله علیه وسلم پشلمي ته وبللم او راته کړه یې: مبارک خوراک ته راځه. عن عرباض بن ساريه قال : دعاني رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليهِ وسلَّم إلى السَّحورِ في رمضانَ ، فقال : هَلُمَّ إلى الغداءِ المبارَكِ. رواه أبو داود والنسائي

د عرباض بن ساریه رضي الله عنه یوه بل روایت کې راغلي دي چې امام النسائي او
احمد راخیستی ده، هغه وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم به صحابه کرام د پشلمي ډوډۍ ته وربلل او همدا به یې ورته فرمایل چې راځئ د پشلمي برکتي خوړو ته. حدیث کې د (المبارک) لفظ راغلی، یعني برکتي خواړه او د پشلمي ګټي او برکتونه په لاندې ډول دي:

– د سنت پیروي
– د اهل کتابو مخالفت
– په روژه کې مرسته
-د تهجد د لمانځه اسانتیا
-د سهار لمانځه ته بيداري
– د دعا غوره وخت
-د سهار د استغفار وخت
داسې پشلمی هم وي!

روایت کا (دروغ به ګردن راوي) یو سياح او چکرمار وایي: يوه ښار ته ورغلم چې لیدل مې ټولو روژه خوړله، مال خیر! دا مسلماني ده چې ټول روژې وهئ؟! ول ډېره ستوخه یې مه یایه! زموږ شیخ، زموږ پير او زموږ مرشد مبارک زموږ ټولو پرځای روژه نیسي، موږ یې اجازه کړي یو… پير او شیخ صیب ته ورغلم، کوټې ته یې ورننوتلم چې ځوان ته څو ميټره اوږد دسترخوان په پریمانه ښکلو خوړو پوښلی غوړیدلی و ! او په مزه مزه لګیا و هغه خوندور خواړه یې نغړل! مال خیر پيره! د ښار خلک وایي پير روژه راته نیسي او ته پخپله لګیا یې حقه روژه خورې؟! پېر برجسته راته وویل: کم عقله ! د دومره مخلوقاتو پر ځای روژه نیول تا ته ساده خبره ښکاري، داسې سترې او عظیمې روژې ته باید هر نیم ساعت وروسته پشلمی وکړل شي..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x