دیني، سیرت او تاریخ

د دعا معنی، فضيلت، اهميت او فايدې«پنځمه برخه»

دوکتور اظهار الحق عزيز

د دعاء قبليدلو شکلونه:
که څوک ووايي چې زموږ دعاګانې د قبليدلو په شرطونو برابرې دي او د قبليدلو موانع هم نه لري خو تر اوسه نه دي قبولې شوې حالانکه الله ﷻ په قرآن کې وعده کړې چې فرمايي: {ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ} [غافر: 60]، بل ځای کې فرمايي: {أُجِيبُ دَعْوَةَ الدَّاعِ إِذَا دَعَانِ} [البقرة: 186]. چې دا ولې؟

دوی ته دې وويل شي:
په دې كې خو شك نشته چې د الله ﷻ هره يوه وينا حقه ده او وعدې يې ټولې د واقع سره برابرې دي او هيڅ خلاف پكې نشته {وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ } [التوبة: 111] او هغه څوك دى چې د الله څخه په خپله وعده باندې كلك وي؟ هيڅوك نشته.

را به شو د دعاء قبليدلو ته، الله ﷻ د بندګانو سوالونه قبلوي خو دوی پوره ورباندې نه پوهيږي، دا ځکه چې د قبول شکلونه يې ډير او مختلف دي، د مثال په طور:

– كله الله ﷻ بنده ته عين هغه شى په عين وخت كې وركړي چې بنده څه غوښتي وي.

– كله عين شى وركړي خو په بل وخت كې؛ امكان لري چې انسان ته خپل سوال په ياد هم نه وي.

– كله د غوښتل شوي شي په عوض ورته ډير لوى شى وركړي؛ او کيداى شي چې خپل سوال ورپه زړه هم نه شي چې دا خو د پلاني سوال قبليدل دى.

– كله كله لا ورته بالكل اّخرت ته وساتل شي خو سوال كوونكى ورباندې خبر نه وي خو چې د قيامت په ورځ ورته اجر او عوض وركړل شي نو الله ﷻ پوهيږي چې دا به ورته څومره خوشحاله شي؟

– كله كله كه غوښتل شوى شى ورنه كړي خو په عوض كې به يې له لوی افت څخه بچ كړي، چې څو چنده د غوښتل شوي شي څخه به ورته بهتر وي. او دا ځكه چې:

رسول الله ﷺ فرمايي: هر هغه څوک چې دعاء وکړي الله ﷻ به همغه شی ورکړي چې بنده يې غواړي او يا به ترې د هغه سوال په اندازه ضرر يا بدي لرې کړي په دې شرط چې دعاء يې په ګناه او يا د خپلوۍ په قطعه کولو نه وي کړې. رواه الترمذي واحمد

په يو بل حديث کې رسول الله ﷺ فرمايي‌: هر هغه سړی چې له الله څخه دعاء وغواړي، الله ﷻ به يې دعاء قبوله کړي، يا به يې په دنيا کې ورقبوله کړي، او يا به يې ورته په اخرت كې ذخيره كړي او يا به ترې د سوال په اندازه ګناهونه عفوه كړي، په دې شرط چې د ګناه او يا د خپلوۍ په قطعه کولو يې دعاء نه وي کړې او يا عجله ونه کړي. رواه الترمذي.

كله كله ورته همغه غوښتل شوى شى په بل شكل وركړي د مثال په توګه يو نفر جراحي عملياتو ته ضرورت لري خو پيسې ورسره نه وي، له الله ﷻ څخه د پيسو سوال کوي چې عمليات پرې وکړي او جوړ شي، خو الله ﷻ روپۍ ورنکړي خو بغير له جراحي عملياتو يې جوړ کړي، چې دا ورته د سوال قبليدلو څخه هم غوره او بهتره دي.

نو په كار دي چې هر مسلمان له الله ﷻ څخه دعاء د عبادت په نيت وغواړي او پر دې بايد يقين ولري چې دعاء كول مې په ګټه دي، د دعاء په قبليدلو کې بايد هيڅ شک ونه كړي او يوازې الله ﷻ ته يې وسپاري چې هغه ډير ښه پوهيږي.

لنډه دا چې: لكه څنګه چې په دواء مريضان د الله ﷻ په اراده جوړيږي همدارنګه په دعاء يا سوال كولو او زاريو سره هم د الله ﷻ په اراده جوړيږي، د ټولو شيانو موجودول او معدومول يوازې د همده كار دى، كه د دعا‌‌ء په قبليدلو سړى پوه نه شي بايد د الله ﷻ څخه مايوسه او نا اميده نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x