
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزې سرچینې وايي، د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ د ملي اردو یوې چورلکې وروسته له هغه بیړنۍ ناسته وکړه چې د وسله والو لخوا وویشتل شوه.
کندهار میشتي خبریال صدیق الله افغان په دې هلکه په خپله فیسبوک پاڼه داسې لیکلي: «وسله والو طالبانو نن مازیګر د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ د چنار په سيمه کي د ملي اردو يوه چورلکه ويشتلې، چورلکه په چنار سيمه کي د ملي اردو په يوې قرار ګاه کي بيړنۍ ناسته کړې او تلفات نه لري.»
د افغانستان د دفاع وزارت او وسله والو طالبانو تر اوسه ددې پېښې په هکله رسنیو ته څه نه دي ویلي.
الحمدلله شکر
یا ویشتل وشوې او یا په خپله غورزیدلی، خلک څنګه پر داسی سولې باندی باور وکړی چی په هلمند کی د موټر بمب حملی کوی او کله هم خلک له موټرو ښکته کوی او وژنی یی. پر سولی خلک بی باوره دی ستاسو د حملو له وجی.
دا طوطي ما ما لکه چي نه دی خبر چي د کابل د ادارې سروال غني د ده د بادار او طالبانو له توافقنامې سر غړونه وکړه، د طالبانو د بنديانو په خوشي کولو کي ځان کنجوي، د شمال لنډغرو ته په حکومت کي د ورګډېدو لپاره ننواتي او زارۍ کوي، خو د طالبانو څخه يې داسي بد راځي لکه د مور د مېړونو څخه او په دې لچريو او بې شرميو يې د ټولو افغانانو او د ټولي نړۍ د خلکو غوښتني له پامه وغورځولې، په دې توګه يې د سولي مذاکروته ډول ډول خنډونه رامنځ ته کړه او… نور لوستل »