افغانستان

طالبان: د بندیانو له خلاصون هرکلی کوو، خو دا پروسه باید چټکه شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۵ غوايي، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» د حکومت له زندانونو څخه د طالب بندیانو له خلاصون هرکلی کړی او تر څنګ یې د بندیانو د خلاصون د پروسې د چټکتیا غوښتنه کړې.

شاهین په همدې تړاو پر خپل ټویټر لیکلي «په تیرو ۳ورځو کې دکابل ادارې له زندانونو نه زموږ تر ۳۰۰ بندیان را خلاص شول چې موږ یې هرکلی کوو. خو دا جریان کافی نده باید پروسه ګړندۍ شي تر څو هغوی دکرونا له ناروغۍ څخه وژغورل شي او راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو ته ژر لاره هواره شي.»

د شاهین په قول، «اسلامي امارت» هم د بندیانو خلاصون ته دوام ورکوي.

سهیل شاهین دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د حکومت له زندانونو څخه ۷۵۰ طالب زندانیان خلاص شوي او په راتلونکي کې د همدومره نورو د خلاصون خبرونه ورکول کېږي.

په ورته وخت کې طالبانو هم درې ورځې وړاندې ۵۲ تنه او تر هغه وړاندې په دریو ډلو کې شپېته تنه حکومتي زندانیان خلاص او له نویو جامو او  د لارې له خرڅ سره یې یو ځای کورونو ته لېږلي وو.

بل لور ته طالبان داسې مهال د زندانیانو د خلاصون د پروسې د چټکوالي غږ کوي، چې د حکومت زندانونو ته کرونا سرایت کړی، لسګونه مثبتې پېښې ثبت شوې او یو طالب بندي هم ددې ناروغۍ له امله وفات شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x