افغانستاناقتصادخبرونه

کابل ته څېرمه، ناپيژاندو وسله والو یوځل بیا د برېښنا ستنې الوځولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، چې تیره شپه(دوشنبه، ۱۵ غوايي) کابل ته څېرمه د پروان ولایت ګل غونډۍ سیمه کې د ورداتي برېښنا دوه ستنې  الوځول شوي دي.

د افغانستان د برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي، چې دغه دواړه ستنې له درې طرفونو څخه زیانمنې؛ خو په بشپړه توګه نه دي ویجاړې شوي، د بیا رغولو لپاره یې سیمه ته ددوی تخنیکي ټیم تللی دی.

د پروان په ګل غونډۍ سیمه کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه
د پروان په ګل غونډۍ سیمه کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه
د پروان په ګل غونډۍ سیمه کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه
د پروان په ګل غونډۍ سیمه کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه

برېښنا شرکت وايي، دا په تیرو دوه ورځو کې دویم برید دی، چې «د رڼا دښمنان» یې د برېښنا په ستنو ترسره کوي او له امله یې د هېواد مالي، ټولنیز، ښوونیز، روغتیايي او داسې نور سکتورونه زیانمن کیږي.

تیره ورځ هم د کابل ولایت په چمتلې سیمه کې د وارداتي برېښنا ۶۱۳ نمبر ستنه د ناپيژاندو وسله والو لخوا په بمونو الوځول شوې وه، چې هغه هم د څلورو بنسټونو څخه ۳ یې نړیدلي وو او د بشپړ ویجاړي مخه یې څلورم بنسټ نیولې وه، چې بیرته د برېښنا شرکت له لوري یې د ترمیم چارې پیل شوې.

د کابل په چمتله کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه بیرته رغول کیږي
د کابل په چمتله کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه بیرته رغول کیږي
د کابل په چمتله کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه بیرته رغول کیږي
د کابل په چمتله کې د برېښنا ویجاړه شوې ستنه بیرته رغول کیږي

یاد شرکت له چارواکو غوښتي چې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو مخه ونیسي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.

د برېښنا شرکت خبرداری ورکړی، که چیرې د برېښنا د ستنو د ویجاړولو مخنیوی ونه شي؛ د پلازمینې کابل په ګډون ښايي د هېواد ګڼ شمېر ولایتونه د تیارو له ناورین سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې یوه اونۍ وړاندې هم د کابل ولایت میربچه کوټ ولسوالۍ په میرزاخیلو سیمه کې د نامسئولو وسله والو یوې شپږ کسیزې ډلې د وارداتي برېښنا یوه لویه ستنه په راکټونو وویشتله او ویجاړه کړه، چې له امله یې د کابل په ګډون یو شمېر ولایتونه په تیارو کې ډوب شول او د برېښنا شرکت ته هم ۳۰۰ زره امریکايي ډالره زیان ورسیده.

که څه هم د کابل پولیسو درې ورځې وړاندې اعلان وکړ، چې د خلکو په همکارۍ یې یاده شپږ کسیزه ورانکاره ډله نیولې؛ خو له دغه اعلان یوه ورځ وروسته بیاهم د برېښنا په ستنو بریدونه پیل او لاهم دوام لري، کوم کار چې د خلکو ترمنځ پراخې اندېښنې او پوښتنې را ولاړې کړې دي.

یو شمېر کابل ښاریان وايي، که حکومت په رښتیا هم د رڼا دښمنانو سره جدي مبارزه کوي، نو بیا ولې د غیر مسئولو وسله والو مشران نه نیسي، چې په خیرخانه، شش درک، وزیراکبرخان او خوشحال خان کې په زرهې موټرونو کې خلاصې تنۍ ګرځي او له همدغو ځایونو څخه د برېښنا د ستنو الوځولو قوماندې هم ورکوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د غلام دولت مشران پخپله د مافیا مشران دی ، کنی دا څنګه کیدای سی چی څو ورځی مخکی څو ورانکاره په همدی جرم ونیول سی او بیا دی د بریښنا نوری ستنی والوزل سی ، د دی ورانکارو مشران د دی بیره نلری چی که دا نیول سوی ورانکارو اقرار وکړ او مونږ یی افشاء کړلو ، خو برعکس دوی هیڅ خار نخوری او هیڅ بیره نلری لا هم نوری ستنی پسی الوزیی ، په پوهیږی چی دوی زورور دی او څوک څه نسی ورته ویلای ، که څوک څه ورته ووایی دوی به پخپله هغه کس هم افشاء… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close