افغانستانخبرونه

له څرخي پله زندانه ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان آزاد شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، چې تیره شپه یې ۱۰۲ تنه نور طالب زندانیان د ډاکټر غني د فرمان په اساس له بنده خوشې کړي.

جاوید فیصل په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، دغه ډله طالب زندانیان د هغوی عمر، روغتیايي حالت ، د بند پاتې مودې ته په کتو او له کرونا سره د مبارزې د هڅو په دوام له زندانه آزاد شوي، چې په دې سره د آزادو شوو طالب زندانیانو شمېر ۸۵۰ تنو ته رسیږي.

نوموړی زیاتوي، د طالب بندیانو د خلاصون دغه لړۍ به د ۱۵۰۰ بندیانو تر پوره کېدو پورې دوام وکړي او پاتې نور زندانیان به د خبرو له پيل سره خوشې کیږي.

جاوید فیصل دغه راز له طالبانو هم غوښتنه کړې، چې د ورسپارل شوي لیست مطابق حکومتي بندیان له خپلو زندانونو څخه آزاد کړي.

له څرخي پله زندان څخه د طالب زندانیانو دغه ۱۰۲ کسیزه ډله په داسې مهال آزادیږي، چې تیره شپه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمدسهیل شاهین د افغان  دولت لخوا د طالب زندانیانو د خلاصون پروسې بیا پیلولو څخه هرکلی وکړ؛ خو ددې پروسې د چټکتیا غوښتنه یې کوله.

نوموړي په خپل ټویټر داسې لیکلي ؤ: «په تیرو ۳ورځو کې دکابل ادارې له زندانونو نه زموږ تر ۳۰۰ بندیان را خلاص شول چې موږ یې هرکلی کوو. خو دا جریان کافی نده باید پروسه ګړندۍ شي تر څو هغوی دکرونا له ناروغۍ څخه وژغورل شي او راتلونکو بین الافغاني مذاکراتو ته ژر لاره هواره شي.»

د چارو شونکي په دې باور دي چې د بندیانو د خلاصون پروسه کې جدیت او اخلاص د دواړو لورو ترمنځ د باور فضاء رامنځ ته کولای شي، چې دا په خپله د جګړې د پای ته رسولو او بین الافغاني مذاکراتو لپاره لاره هواروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x