ادبي لیکني

د مننې په پلمه/ اجمل ښکلی

اجمل ښکلی

يوه ورځ مې له استاد منلي سره په دې بحث و، چې ملګري ګيله کوي، چې پښتانه د خپلو ليکوالو قدر نه کوي. د استاد دا خبره مې خوښه شوه، چې “په دې ټولنه کې کار کوې، له چا نه به قدر نه غواړې.” انسان پرښته نه ده، چې هېڅ تمه دې و نه لري؛ خو که تمه په هدف واوړي، کار خرابوي.

که ته ليکوال يې او تمه دې دا وي، چې خلک مې ونازوي او ښه ډېر مشهور شم؛ نو دا تمه دې کار له ښې باسي. ښه ليکوال کار کوي او تمه کمه لري، بې تمې ځکه نه وايم، چې هغه راته د يوه عادي انسان د وس خبره نه ښکاري.

د ليکوال په توګه ستا اخلاق دا ايجابوي، چې خپلې ټولنې ته باکيفيته کار وکړې، دا بيا ټولنې ته پرېږده، چې تا نازوي که نه. که يې نازولې يو ښه نه، که نه دوه ښه. زموږ ټولنه جګړو ځپلې؛ خو د خپل خواخوږي درناوی يې نه دی هېر کړی، موږ وليدل چې له سياسي او ايډيالوژيک اختلاف سره هم خلک د ليکوال درناوی کوي.

زموږ په ټولنه کې بالعموم له ماشومتوبه افرادو ته هغومره مينه نه ورکول کېږي، چې اړتيا ورته لري. دا افراد چې کله لوی شي، په کارونو کې له بل نه د ستاينې تمه لري. که ليکوال په ستاينه روږدی شي، ممکن، نه ستاينه ورته د زغم وړ نه وي او له دې امله راباندې ښايي د علم په نامه د ډېرو سوليدلو او ناعلمي شيانو د راخرڅولو هڅه وکړي.

کوم کسان چې موږ لوی بولو، بالعموم د شهرت، دولت، اقتدار له مراحلو راتېر وي. تاريخونه وايي، بودا چې له دربار راوووت، مړي، رنځوران يې وليدل، دربار يې پرېښود؛ خو که فکر وکړو، بودا به ګنې د خوندونو، دولت او شهرت په اوج کې دا پوښتنه له ځانه نه وي کړې، چې شهرت يعنې څه؟

شهرت، دولت که سړي ولري؛ نو څه؟ ښايي له ليکواله دومره لوړه هيله ونشي؛ خو که د شهرت پر ماهيت فکر وکړي، ممکن په هغه پخواني ارزښت ورته قايل پاتې نشي. آن شهرت کله تېزندۍ شي، د انسان ازادي واخلي، تاسو به د فوټبال مشهور لوبغاړي ليدلي وي، چې په بازارونو کې پټ مخ ګرځي. که شهرت نه وي، له ژونده ښه خوند اخيستل کېږي، ځکه د چا تمه درته نه وي او تمه پخپله يوه زولنه ده.

دا نه وايم، چې ليکوال دې بېخي نهيلی شي؛ خو د هنر په کار کې دې د دې شيانو پر اهميت فکر وکړي، چې لومړيتوب ورته څه شی لري؟ خپل کار که د شهرت تمه؟

دا هم ولولئ: یو ساده وضاحت!
بلې خوا ته ټولنه ده، ټولنه د ليکوال کار ته ګوري. هغه ورځ د بحث په يوه ګروپ کې يوه ملګري وويل، چې په هغو ټولنو کې چې د لوستونکو سطحه ټیټه وي، لیکوال د سیاسي يا نورو لاملونو له مخې په رسنیو کې ځان مشهورولای شي. بیا يې خلک کتابونه اخلي؛ خو تل دا مشهوره خلک ښه شی نه لیکي.” ډېره ښه خبره ده، ليکوال متوجه کوي، چې په خپل کار کې کيفيت ته پام وکړي؛ خو د يوې ټولنې د ټولو لوستونکو په اړه به دقيقه نه وي. ليکوال په خپل ذهن کې د خپلو لوستونکو بېلابېل پوړونه لري، عالم لوستونکی، متوسط لوستونکی او عادي لوستونکی. ليکوال د عالم لوستونکي رای ته لومړيتوب ورکوي او جدي يې ګڼي، البته بيا مناسبت ته او د نظر څرنګوالي ته هم ګوري؛ خو د دې مانا دا نه ده، چې د عادي لوستونکي نظر دې اهميت ورته و نه لري، ليکوال د هر پوړ لوستونکو ته ليکل کوي، په دې کې عادي لوستونکي د شمېر له پلوه ډېر وي، د هغوی برداشت او پوهاوی ليکوال خپلې ژبې او افادې ته متوجه کوي او کله يوعادي لوستونکی داسې خبره وکړي، چې ليکوال ته ډېره مهمه وي.

له دې هر څه هاخوا د لوستونکي مينه د ليکوال لپاره لويه خبره ده. که ليکوال د يوه عادي لوستونکي په ژوند و فکر کې بدلون راوستی وي او يو لوری يې ورکړی وي، دا د لوستونکي لپاره وړه خبره نه ده، ليکوال ته ښايي، چې د دوی د مينې درناوی وکړي.

دا څو کرښې مې د هغو ملګرو د مينې په ځواب کې وليکلې چې زما د کليزې په مناسبت يې خپلې مينې ښودلې وې. زما ليکنو کې به کمزورې هم وي، متوسطې هم؛ خو دومره په ډاډ ويلای شم، چې ستاسو لپاره مې کړې دي. که زموږ د ليکوالو هڅې د ځوان نسل په فکري بډاينه کې يو وړوکی نقش ولوبوي، لويه خبره ده.

په پای کې د ټولو ملګرو چې په فيسبوک او مسينجر کې يې د کليزې مبارکې راکړې، د مينې مننه کوم، خدای مو سوکاله لره.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x