افغانستان

طالبان د برېښنا د پایو ړنګېدل د حکومت د خپلمنځي «کش او گیر» پایله بولي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه، چې په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول د هیواد په بیلابېلو ولایتونو کې د برېښنا د پایو د ړنګولو راپورونه ورکړل شول، طالبان وایي، د برېښنا د پایو انفجار په دوی پورې اړه نه لري؛ بلکي د حکومت د خپلمنځي اختلافاتو له امله دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

نن سهار د افغانستان د برېښنا شرکت د یوې اعلامیې په خپرولو سره یاده کړه، چې د پروان ولایت په ګل غونډۍ سیمه کې د وارداتي برېښنا په ستنو باندې د انفجار په پایله کې دوه ستنې له دریو طرفونو زیانمنې شوې.

د برېښنا شرکت د اعلامیې په اساس « دا په تیرو دوه ورځو کې دویم برید دی، چې «د رڼا دښمنان» یې د برېښنا په ستنو ترسره کوي او له امله یې د هېواد مالي، ټولنیز، ښوونیز، روغتیايي او داسې نور سکتورونه زیانمن کیږي.»

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» دې پېښې ته په غبرګون کې په خپل ټویټر لیکلي «په پروان ولایت کې د بريښنا د پایو انفجار بیا هم د اسلامي امارت په مجاهدینو پورې اړه نه لري؛ بلکې د کابل ادارې د خپل مينځي کش او گیر پایله ده.»

یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې په پرلپسې ډول د هیواد  په ځینو سیمو کې د برېښنا پایې هدف ګرځول کېږي.

د چارو څارونکي وایي، دا ډول بریدونه د دولتي چارواکو په ملاتړ د تیلو مافیا له لوري ترسره کېږي، چې غواړي، برېښنا غوڅه کړي او په دې توګه د خپلو تېلو لپاره بازار پيدا کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

SALLAMOONA
THESE PEOPLE THAT ARE DAMAGING THESE POWR POSTS, LOOK LIKE THEY ARE THE NORTHERN ALLIANCE GROUPS. AS AIN AND ALL OF THEM LOST ELECTION AND GOVERNMENT POSITIONS. THEY HAVE NOW DECIDED TO SHOW ANGER AND TURN BACK ON GHAIN TO DAMAGE HIS GOVERNMENT
THERE COULD BE MORE COMING TO DESTROY GHAIN GOVERNMENT BY DAMAGING PUBLIC PROPERTIES

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx