افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: کافي اندازه طالب زندانیان ندي خلاص شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو دفاع وزیر «مارک ایسپر» وایي، د حکومت له زندانونو کافي اندازه طالب زندانیان ندي خلاص شوي او دا پروسه باید مخته ولاړه شي.

مارک ایسپر دغه څرګندونې له یوه امریکایي انستیتیوت سره د ویډيويي کانفرانس له لارې کړې، نوموړي ویلي، چې په افغانستان کې یې مهم هدفونه دادي، چې دا خاوره بیا ځلې د ترورستانو له لوري ونه کارول شي او د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي جوړجاړی رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، چې  هڅه کوي، طالبان او حکومت د شوې هوکړې په بشپړ ډول عملي کېدلو ته راوبولي، خو دده په خبره، طالبانو که څه هم په لویو ښارونو او ددوي په مرکزونو برید ندی کړی، خو تشدد یې نه دی کم کړی او بل لور ته بیا په کافي اندازه طالب زندانیان نه دي خلاص شوي «باید دا پروسه مخته ولاړه شي.»

د ایسپر په خبره، د طالبانو او حکومت جګړه له نظامي لارې نه ګټل کېږي او باید په سیاسي لاره حل شي.

نوموړي له طالبانو سره په دوحه کې د امریکا شوې هوکړه د سولې یوه غوره تګلاره بللې، چې دده په قول، د ځورېدلو افغانانو لپاره ګټوره ده او په تعقیب یې بین الافغاني مذاکراتو ته رسېدای شي.

د امریکا د دفاع وزیر له لوري دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې حکومت نن د ۱۰۲ بندیانو په خلاصولو سره د زندانیانو شمېر ۹۶۰ ته ورساوه؛ خو تر څنګ یې ټینګار وکړ، چې د پنځلس سوه طالب زندانیانو له خلاصېدو سره باید طالبان له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

بل لور ته د طالبانو او امریکا تر منځ په شوې هوکړه کې امریکا ژمنه کړې، چې پنځه زره طالب زندانیان به له هوکړې وروسته په لسو ورځو کې ازادوي او تر هغه وروسته به طالبان له افغان جهتونو سره خبرو ته کېني.

طالبانو په بیا، بیا ټینګار کړی، چې د پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته بین الافغاني مذاکراتو ته تیار دي او حکومت د یوه افغان جهت په حیث کولای شي، په دې خبرو کې ونډه واخلي.

د افغانستان اړوند خبرې په 50:00 دقیقه پیلېږي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

دی شوده لکه چی تر اوسه توافقنامه نده لوستی .
سپیره ! ۱۵۰۰ نه ۵۰۰۰ طالبان باید د بین الافغانی مذاکراتو وړاندی خلاص سی .
داسی ښکاری لکه د امریکا په دولت کی چی ګډوډی رامنځته سویوی ، سیاسیون غواړی چی دا بایللی جګړه ژر پایته ورسوی او د اضافه مصرفو او شرمو څخه ځان خلاص کړی خو نظامیان یی بیا جګړه اوږدوی او جیبونه ډکوی .
الله تعالی دی داسی ګډوډی ور پیښه کړی چی تر پخوانی شوروی لا تاش پتاش سی او لکه د قبر چنجی یو بل سره وخوری .

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx