افغانستان

چاودنې د برېښنا شرکت کارمندانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان پلازمېنې «کابل» ته څېرمه پروان ولایت کې د برېښنا شرکت پر کارمندانو چاودنې مرګ ژوبله اړولې.

د برېښنا شرکت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پروان ولایت په «ګلغنډۍ» سیمه کې ددې شرکت پر کارمندانو داسې مهال چاودنه شوې، چې د برېښنا تخریب شوې پایې یې رغولې.

د راپورونو په اساس، په دې چاودنه کې څلور تنه ټپیان شوي او د پروان د برېښنا حوزې عملیاتي مرستیال «مرتضی سروري» وژل شوی.

د برېښنا شرکت پر کارمندانو نننی برید د پروان ولایت شاته په نږدې ساحه کې شوی.

یاده دې وي، چې په په دې وروستیو کې د برېښنا شرکت پر کارمندانو او د برېښنا په ستنو باندې بریدونه زیات شوي. یوازې په تېرو اتو ورځو کې د برېښنا شرکت مسئولین او اړوند تاسیسات څلور ځله تر بریدونو لاندې راغلي.

حکومت که څه هم څو ورځې وړاندې د برېښنا د یو شمېر ستنو د تخریب کوونکو په نامه څو تنه ونیول، خو ورته پېښې بیا تکرار شوې.

طالبان  په دې ډول پېښو کې لاس لرل ردوي او د حکومت د خپلمنځي اختلافاتو پایله يې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx