روغتیانړۍ

د کرونا له برکته؛ د امریکا د ۸ شتمنو کسانو په خزانه کې ۲۳۸ ملیارده ډالره زیاتوالی راغلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غوایي، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې کرونا وبا د نړۍ ستر هېوادونه د مالي ستونزو سره مخ کړي، خلک له بیکارۍ سر ټکوي، نړیوال شرکتونه د ملیاردونه ډالرو زیان سره مخ شول، د امریکا اته شتمنو کسانو شتمني په ملیاردونو ډالرو زیاته شوې ده.

په امریکا کې یوې څيړنې په ډاګه کړې چې د دوی اتو شتمنو کسانو د تیرې یوې میاشتې په موده کې د کرونا ویروس له امله خپله شتمنۍ کې ۲۳۸ ملیارده ډالره زیاتوالی راغلی دی.

له کرونا څخه د ګټه اخیستونکو په لیست کې لومړی د نړۍ تر ټولو شتمن کس د امازون شرکت بنسټ ایښودونکی او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې مشر بیزوس دی، په جنوري میاشت کې د نوموړي په شتمنۍ کې ۲۵ ملیارده ډالره او په فبروري میاشت کې ۱۲ میلیارده ډالره زیاتوالی راغلی دی.

د بیزوس په شتمنۍ کې لوی زیاتوالی د امازون شرکت له مخې راغلی، کوم چې په انلاین بڼه خرڅونې کوي. په بېلا بېلو هېوادونو کې د مارکیټونو، بازارونو بندیدلو، په کور کې د خلکو ایساریدلو له کبله د ټکنالوژي او نور هر ډوله پرچون توکو زیات پلور د سترو لاسته راوړنو لامل شوي دي.

دغه راز د نیټفلیکس فلمي شرکت هم له یاد بحران څخه بشپړ ګټه پورته کړه، په تېره کمه موده کې یې ګډون کونکي ۱۶ ملیونه نور زیات شول، ددې فلمي شرکت یوې لړۍ (Tiger King) شاوخوا ۶۴ ملیونه ریکارډ زیات لیدونکي لري.

مګر دا ارقام دا حقیقت هیڅکله نه شي پټولی چې د کرونا وبا له کبله ۴ ملیونه امریکایانو په یوه اونۍ کې د له بیکارۍ د بیمې اخیستلو غوښتنه کړې، په داسې حال کې چې شاوخوا ۲۲ ملیونه امریکایانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x