نړۍ

کراچي: د ولسواک تنظیم پيپلز پارټي یو مشر ووژل شو

blast_in_karachi_06نن ټکی آسیا: په کراچي کي د پيپلز پارټي یو تن مشر د خپل یو بل ملګري سره د نامعلومو وسلوالو په ډزو ووژل شو.

د ډان نیوز د خبر له مخې دغه تن عامر شاه نومي، د خپل یو بل ملګري خالد جاکراني سره د ګلستان جوهر په سیمه کي په خپل موټر کي کومي لوري ته روان وه، کله چي ډزي پر وشوې، او ځای پر ځای ووژل شوه.

ویل کیږي چي عامر شاه د پاکستان دنړیوال الوتکي د شرکت د کارکوونکو د یو ډلې مشر هم وو، چي د پي آي ای د خلکو اتحاد (PIA’s People’s Unity) په نامه سره یادیږی..

په کراچي ښار کي د څه مودې راهیسي امنیتي حالات خراب دي، او کله چي دغه حالات بیرته عام حالت ته راځي، بیا یو ورته کیسه پيښه سي، او ورسره بیا نوي ستونزي جوړي شي.

ددې تر مخه د پیپلز پارټي یو بل تن مشر ذولفقار مرزا د محده قومی مومنټ په ضد ځیني خبري کړې وې، چي ورسره ارام حالات بیرته خراب سول، او لا دا لړی روانه ده، مګر نن بیا د پيپلز پارټي چي په پاکستاني حکومت باندي لاس هم لري، یو تن ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x