افغانستانسولې اړوند خبرونه

شیرعباس ستانکزی: د پنځه زره بندیانو له خلاصون وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلېدای شي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۶ غوایي، ۱۳۹۹ل): په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال او د مذاکراتي ټيم مشر «شیر عباس ستانکزی» وایي، د پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته بین الافغاني مذاکرات پیلېدای شي او همالته د اوربند په اړه بحث کېدای شي.

ستانکزي دغه څرګندونې له «ډیلي ټایمز» ورځپاڼې سره په خپله تازه مرکه کې کړي، نوموړي ویلي « د پنځه زره بندیانو له خلاصون وړاندې نه بین الافغاني مذاکرات پیلېدای شي، نه د جګړې شدت کمېدای شي او نه هم اوربند ممکن دی.»

نوموړې زیاته کړې، چې له امریکا سره په شوي تړون کې طالبان له امریکا سره اوربند ته ژمن دي او تر دې دمه یې ژمنتیا هم ښودلې، خو  له «کابل ادارې» سره د اوربند په تړاو هلته څه نشته او د سرتاسري اوربند په هکله د بین الافغاني مذاکراتو په مهال بحث کېدای شي.

ستانکزي ددې تر څنګ له امریکا سره کړي توافق ته د طالبانو ژمنتیا ښودلې او امریکایان یې هم د هوکړې پلې کولو ته رابللي « موږ له امریکا سره کړي توافق ته په بشپړ ډول ژمن یو او تر خپله وسه هڅه کوو، توافق مات نشي، موږ پوهېږو چې امریکا هم توافق ته د ژمن پاتې کېدلو او د هوکړې د ساتلو هڅه کوي، خو کابل اداره غواړي هوکړه سبوتاژ کړي او په دې توګه د خپلې واکمنۍ موده وغځوي.»

ستانکزی داسې مهال د پنځه زره بندیانو له خلاصون وړاندې د بین الافغاني مذاکراتو شونتیا ردوي، چې حکومت وایي، د پنځلس سوه طالب بندیانو له خلاصون وروسته دې هغوی له حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي او ځنډ پکې نه راولي.

د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې  هوکړې په بنسټ، امریکایان باید پنځه زره طالب زندانیان خلاص کړي او تر هغه وروسته  طالبان بین الافغاني مذاکرات پيل کړی؛ خو حکومت تر دې دمه ۸۵۰ طالب بندیان خلاص کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غمی،پښتین

جوړ تازه،
ستانکزی ته،
دا نولس کاله کیږی چه امریکایانو کافرو سره د ستاسو اور بند وه.نولس کالوکی ټول افغانان په خاصه توګه پښتانه قتل شول،

A saeed

غم وستاز ته
طالېب ته امرېکائ او ده هغه مزدور ېو شئ دې
دواړه ده اسلام افغانستان او ملت دشمنان دې
پشتون تاجک ېا بل څوک دوئ ته اهمېت نه لرې
او دا کا ر ئ ده ستائنې وړ ده دوئ ته ټول ېو برابر دې البته په ظالېم بېا صرفه نه کوې هغه که هر څوک وې

جمیل

جوړ تازه پښتین خانه ! د پښتنو غمخوره ، کله مو د پښتنو و تیر ۱۹ کلن تاریخ ته سر و ایسته کړیدی چی د اشغالګرو او د غلامانو لخوا یی په پښتنو څه ظلمونه وسول ، په همدی بندیانو کی به څومره یی پښتانه وی ؟ دا ۱۹ کاله تاسو د غازیانو هغه وارونه و نه لیدل چی تر نیمی ډیر د امریکی متحدین یی مخکی لا وتښتول ، که دا ۱۹ کاله د امریکایانو سره اوربند وای امریکایان به تیښتی ته اړ سویوای ؟ چی څه په خوله درغله هسی یی ورخوشی کوی ، یوڅه د الله تعالی… نور لوستل »

پتنګ

وروره دا د دالرو غله هیڅ حیا نلري! دوی د شراب او کبابو مریذان دي چې دا ورکړې هر څه پرې کوې !

RAZMOHAMMED KAMAWALL

يا الله د روژی مبارکی میاشتی په خاطر د افغان ځوریدونکی مظلوم ولس په خاطر #######
د هغه نږدی کورنی او دوستان او نور شر خوښونکی په کرونا ۱۹ مرض اخته کړی۰ چه نور افغان ولس
ددی وخشیانو له شر خلاص او ارام ژوند وکړی۰امیین

ترين

طالبه!
افغانان خصوصآ پښتانه دى دربدره کړه.
رب دى حساب در سره وکړى

طوطی

آمین ثمه آمین.

پتنګ

ترین جانه څه وکړي د اشغال په مخ پورته نشي ؟؟ خپل ## په امءیکایانو خرڅ کړي ؟؟

محمد

شير صيب ستاسو اوسنى خبرى له مخكينيو سره په تضاد كى دى .زكه چى امريكايانو سره له معاهدى مخكى مو دغه خبره كوله چ مونگ امريكايانو سره مذاكرات زكه كوو چ واك له امريكايانو سره ده او كابل اداره گوداگى دى او واك نلرى .خو اوس تاسو وايي (امريكايان د معاهدى ساتلو كوشش كوى )اما د كابل اداره يي د ماتولو كوشش كوى نو ستاسو په نظر د كابل گوداگى اداره تر امريكايانو واكداره شو؟؟ چ گوداگى د امريكايانو معاده پداسي حال كى سبوتاژ كول غوارى چ امريكايان يي ساتل غوارى؟؟ آيا دا منطقى ده ؟چ امريكايان معاهده كرى او… نور لوستل »

پتنګ

د قضیې بل سر او بل منطق : امریکایان له طالب سره سوله کړې ، د طالب لپاره د امریکا وتل ، د بندیانو خلاصون او او ….نهایې هدف وو او دی. د افغان حکومت مولۍ او مذدور پاتې شوی دی ! د طالب شرطونه اول د بندیانو خلاصون او بیا له اولس سره خبرې دي ، نه د مذدور دولت سره ! طالبا ن د افغان حکومت سره کار نلري معاهده له امریکا سره شوې او امریکایان به یې هم شرئط پوره کوي ! خلیلزاد په ټولو خبرو خپل ګوډاګیان خبر کړی دي خو هغوی کوم حرکت ، نه… نور لوستل »

محمد

پتنگه يا خو بيخيره يى او يا زان ناگاره اچوى .قصه داسى ده چ طالبان له امريكايانو سره سوله كرى ده او امريكايانو سوله نده كرى.زكه چ اوس هم د معاهدى مطابق امريكايان په طالب جنگياليو دحملى كولو يو طرفه جواز لرى . بله خبره داده چ معاهده كى د هر سه لپاره اندازه او تاريخ مقرر شوى ده ،نو دا تاريخ د سه لپاره مقرر شوى ده ؟ مثلا تر لسم د مارچ ٢٠٢٠ پورى د ٥٠٠٠ بنديانو خلاصيدل چ د نن سخه تقريبا دوه مياشتى مخكى بايد دا بنديان خلاص شوى واى. او گرانه د مى مياشتى تر… نور لوستل »

محمد بلال (خادم)

هوالله
که دی شیر عباس پرحای شیخ عباس نوم لیکلی وای ددی نوم واو عکس سره ملگرتیا کوله که ددی موذذ عکس ته توجه وکری داسی برشی چه جناب له مکی اویا له مدینی اودریاض اونورو عربی هیوادن خاص نماینده به وی

طوطی

کابل حکومت کی عبدالله عبدالله دی چی پر ځان لاس ډیر وهی، او طالبانو سره به همدا شیخ عباس وی چی اکتونه کوی. دا عکس به یی خپله هم خوښ نشی.

ستانه گل

که دتولو طالبانو دا دریز وی شه خبره ده اوطالبان باید خوشی سی :اوستانکزیی خو له معصوم ستانکزیی سره نزدی ملگری هم ده دعباس ستاکزیی نور ورونه کابل کی معصوم ستانکز,یی سره دفترو او امنیت ملی کی کار هم کوی یو خفل سکه دمور زوی یی هره جمعه کابل ته زی او که وغواری چی کابل ته راشی موز به یی در وشیوو

پتنګ

ستانه ګله شیرمحمد مجاهد دی په هند کې یې زدکړې کړي دي او د مجاهدینو له خوا په هغه و ختو کې چې کمونستانو افغانان وژل. شیر محمد وروسته له هغه چې د مجاهدینو لنډه غري یې د نجیب له پرځېد ووروسته ولیدله طالبانو ته لاړ ! ستا نیکزي یو ډیر لوی قام دی هغه له کمونیست معصوم خلقي سره هیڅ ارتباط نلري ! شیر محمد د عباس دکلي د برکي برک د اولسوالي د ملک پاچاخان زوی دی چې پلار یې دوه ښځې لرلې هغه ناسکه وروڼه هم لري او دا ۲۵ کاله یې خپل لوګر او کلی په… نور لوستل »

Back to top button
15
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x