ټولنیزه برخه

انسان د انسان تقدیر او ژوند نشي بدلولی (له پند ډکه کېسه)

ژباړه: سمسور

یو بوډا د دمشق په غرونو کې خشاک ټولول او خرڅول به یې، څو د خپلې کورنۍ اړتیا پرې پوره کړې.

یوه ورځ سلیمان (ع) بوډا د خشاکو ټولولو حالت کې وليد، زړه یې پرې ودرديد، هوډ یې وکړ چې د بوډا ژوند ته تغیر ورکړي. تخت يې د غره لمنې ته راکوز کړ، بوډا ته یې يو قیمتي غمی ورکړ، چې ویې پلوري او خپل ژوند پرې جوړ کړي. بوډا ترې مننه وکړه او مخ په کور روان شو، کور کې یې غمی خپلې ميرمنې ته وروښود، ميرمنه يې ډيره خوشحاله شوه. غمی یې د مالګې منګوټي ته ورواچاوه او ساعت وروسته يې بیخي له یاده ووته چې غمی يې څه کړ؟

د ګاونډي ښځې ته مالګه په کار وه، راغله د مالګې (ډبی یا منګوټی) يې ویوړ او په غمي يې ځان غلی کړ.

بوډا ډير خفه شو؛ په ښځې يې منت وکړ، چې غمی ولې ورک شو. د بوډا ښځه خفه ناسته وه، چې په ما څه وشول؟ ولې مې غمی له یاده ووتو؟

څو ورځې وروسته، بوډا غره ته لاړ او په غره کې بيا د سلیمان (ع) سره مخ شو. د غمي د ورکيدلو کېسه يې ورته وکړه. سلیمان (ع) بل غمی ورکړ ورته يې وويل پام کوه بابا جانه در نه ورک نشي.

بوډا ترې مننه وکړه، خوشحاله مخ په کور روان شو؛ په لاره کې يې غمی له جيبه راوویست په یوه ډبره يې کېښود، خپله ترې لږ څه لیرې کيناست او د غمي په ننداره بوخت شو. په همدې وخت کې یو مرغه راغی غمی یې په خپله مښوکه کې وتښتاوه، بوډا ډيرې منډې او چغې ووهلې خو کومه ګټه يې ونه کړه.

څو ورځې بوډا له کوره و نه وت. اخیر یې ميرمنې ورته وویل: د خوراک له پاره څه نشته؛ تر څو به کور کې ناست يې! بوډا زړه نا زړه بيا غره ته لاړ. خس يې راټولول چې د سلیمان (ع) غږ يې واوريد، ودريده، ګوري چې سلیمان (ع) ولاړ دی او حیران حیران ده ته ګوري. بوډا بیا خپله کیسه سلیمان (ع) ته وکړه: چې غمی رانه مرغه وتښتاوه.

سلیمان (ع) وویل پوهيږم بابا جانه چې ته دروغ نه وايې، هن دا بل غمی واخله؛ خو ګوره چې دا له هغو دواړو غمیو قیمتي دی؛ نو ورک يې نه کړې، ضرور به يې خرڅوې او خپل ژوند به پرې راجوړوې.

بوډا، سلیمان (ع) سره ژمنه وکړه چې دا غمی به په ښه قیمت خرڅوم. د خسو پنډ يې راوخيست او مخ په کور روان شو. د بوډا کور د سیند پر غاړه وو، کله چې سیند ته ورسيد، غمی يې له جيبه رابهر کړ چې راځه یو وار يې د سیند په اوبو پريمینځم. غمی د پريمینځلو به وخت کې د بوډا د لاس نه اوبو کې ولويد، بوډا ډيرې غوټې پسې ووهلې؛ خو څه په لاس ورنغلل، ډير خواشينى کور ته لاړ، څو ورځې په کور کيناست او د سلیمان (ع) له ډاره غره ته نه ته. ميرمنې یې ډاډ ورکړ چې مه ډاريږه د غمیو والا چې هر څوک دی؟ ته پرې ګران يې! که دې بيا وليد ټوله حال ورته ووایه؛ زه مطمينه يم چې څه درته نه وايي.

بوډا په ډار ډار غره ته لاړ، خس يې راټول کړه په شا يې راواړول، غوښتل يې د کلي په لور حرکت وکړي چې د سلیمان (ع) تخت يې ولید، بوډا خشاک په زمکه واچول اوپه منډه منډه وتښتيد. سلیمان (ع) غوښتل مخه يې ونیسي، چې د الله ج استازي جبرئیل امین پرې غږ وکړ: ای سلیمانه! الله (ج) وايي: ته څوک يې چې زما د بنده حال تغیروې ایا زه دې له یاده ویستلی یم؟
سلیمان (ع) ډير ژر په سجده پريوته د خپلې سهوې بښنه يې وغوښته. الله (ج) د جبرئیل امین په واسطه سلیمان (ع) ته وویل چې تا خو زما د بنده حال تغير نه شو کړی؛ خو ته اوس ورته وګوره چې زه يې څنګه بدلوم؟

بوډا په بيړه د کلې خوا روان و، چې څو تنو کب نیوونکو سره مخ شو،
کب نیوونکو بوډا ته وویل: بابا نن موږ ډير کبان نیولي راشه څو کبان درکړو. بوډا د کب نیوونکو څخه کبان واخيستل، ډيرې دعاوې يې ورته وکړې او مخ په کور لاړ.
د بوډا ښځې د کبانو ګيډې څيرولې، چې د یو کب په ګيډه کې یې ځليدونکی غمی پیدا کړ، په بوډا يې زیری وکړ. بوډا خوشحاله شو او ښځې ته يې وویل: کبانو ته مالګه ورکړه زه به ځنګل ته خسو پسې لاړ شم. د بوډا ښځې چې کله د مالګې نوم واوريده؛ نو لومړنی غمی ور په یاد شو، چې د مالګې په ډبي کې يې اچولی و. ژر د ګاونډي کور ته ورغله، د ګاونډي ښځې چې کله د بوډا ښځه ولیدله په زاریو يې پیل وکړ: چې خیر دی میرمنې غمی دې واخله خو ميړه ته مې څه مه وایه چې له کوره مې شړي.

د بوډا ښځې غمی واخيسته او د ګاونډي ښځه يې وبښله.

بوډا ځنګل کې یوې ونې نه څو وچ لرګي رامات کړل، چې د مرغه په ځاله يې سترګې ولږيدې، ګوري هلته غمی پروت دی، غمی یې راواخیست کور ته راغی، ښځې یې کبان پاخه کړه، ښه پريمانه يې وخوړل، په سبا يې درې واړه غمي په لوړ قیمت خرڅ کړل او خپله زنده ګي يې پرې جوړه کړه.

سلیمان (ع) دا هر څه ولیدل او پر دې یې یقین راغی چې د بنده حال بنده نشي تغیرولی. څو يې الله ج تغير نه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x