روغتیا

ایټالیا هم د کرونا ضد واکسین جوړولو ادعا کوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ غوایي، ۱۳۹۹ل): د کرونا ویروس څخه د رامنځته شوې ناروغۍ (کوویډ-۱۹) پر ضد په واکسین جوړولو د نړۍ په شاوخوا کې خوارۍ او پرمختګونه روان دي.

له امریکا، جرمني، بریتانیا او چین وروسته ایټالیا هېواد هم ادعا کوي چې د کرونا ویروس پر ضد یې واکسین چمتو کړي دي چې په موږکانو ازمویل شوي او ډیر ژر به پر انسانانو وازمویل شي.

د ساینس ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د ایټالیا روم ښار په سپالانزاني روغتون کې د واکسینو ازمیښت پېل شوی چې په موږکانو کې د تیار انټي باډيز څخه جوړ شوی او په انساني حجرو کار ورکوي.

ساینس پوهانو د واکسین ازموینې په جریان کې وموندله چې دا په انساني حجرو کې ویروس له منځه وړي، او تر اوسه په نړۍ کې دا د کرونا په هکله تر ټولو لوی پرمختګ دی.

دا ادعا ددې واکسین چمتو کولو شرکت تاکیز مشر لیوګي اوریشکو د ایټالیا ANSA خبري اژانس سره کړې ده. هغه وویل، دا په ایټالیا کې د هر ډول واکسین تر ټولو پرمختللې ازموینه وه او احتمال شته چې په انسانانو یې ازموینه په دوبي کې پېل شي.

د نوموړي په وینا، دغه شرکت د یوه امریکایي درمل جوړوونکي شکرت سره په ګډه د لا ډیرو پرمختګونو په اړه کار کوي.

«دا شرکت اوسمهال په ټول توان سره په یوه ایټالوی څیړنې سره په واکسین چمتو کولو کار کوي، په کوم کې چې په بشپړ ډول ایټالوي ټکنالوژي استعمالیږي، ازموینه به یې په ایټالیا کې کیږي او د معایناتو بشپړیدو وروسته به د هر چا لپاه شتون ولري».

په ایټالیا کې د اوسمهال لپاره دغه واکسین په موږکانو ازمویل شوي چې مثبتې پایلې یې ترلاسه کړي دي، ساینس پوهانو تر دې دمه له پنځو څخه دوه واکسینه استعمال کړي دي.

څیړونکي په دې باوري دي چې دغه واکسین به په راتلونکې ازموینه کې نورې مثبتې پایلې هم ولري، او د کوویډ-۱۹ ناروغۍ د ارتقا او احتمالي بدلونونو په پام کې نیولو سره چمتو شي.

باید وویل شي چې د امریکا، چین او بریتانیا ساینس پوهانو له دې وړاندې د کرونا ضد واکسینو ازمویلو ادعا کړې چې په وینا یې مثبتې پایلې لري. خو دغه واکسین به په بشپړ ډول د روان کال تر وروستیو او یا لس میاشتې وخت ونیسي.

عموما د داسې واکسینو چمتو کول په نړۍ کې له پنځو څخه تر ۱۵ کالو وخت نیسي، خو د کرونا ویروس چټک پراخوالی او ددې زیانونو مخنیوي لپاره په ټوله نړۍ کې پر دغې واکسینو چټک او په فوق العاده سرعت کار پېل دی.

د بریتاینا اکسفورډ پوهنتون ساینس پوهانو د کرونا ضد واکسین د روان کال تر ستمبر میاشتې او د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کال تر پایله د بشپړ وړاندې کولو ادعا کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx