افغانستان

طالبان: «کابل اداره» له داعش سره مشترکات لري، موږ ورسره ګډ مرکز نلرو

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ غوایي، ۱۳۹۹ل): وروسته له هغه چې د کابل حکومت اړوند ملي امنیت ریاست ادعا وکړه، چې په کابل کې یې د داعش ډلې او د طالبانو اړوند «حقاني شبکې» ګډه هسته له منځه وړې؛ طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې دوی داعش ډله له هیواده ورکه کړې او له هغوی  سره هيڅ ګډ مرکز نلري.

ملي امنیت ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ثناءالله په مشرۍ دې ګډې هستې د اشرف غني د لوړې پر مراسمو، کابل کې د هندوانو پر درمسال او د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو باندې ترسره شویو بریدونو کې لاس درلود.

طالب ویاند «ذبیح الله مجاهد» د ملي امنیت دې ادعاء ته په غبرګون کې پر خپل ټویټر لیکلي «مزدور دښمن ادعا کړی چې دکابل په ۱۷ ناحیه کې يې د داعش او اسلامي امارت دمجاهدینو مشترک مرکز له منځه وړی.موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، موږ له داعش سره هيڅ ډول مشترک مرکز نه لرو، له هغوی سره مو درنې جګړې کړي او له هیواده مو ورک کړي دي.»

د مجاهد په خبره «له داعش سره د کابل اداره مشترکات لري.»

د ملي امنیت له لوري دداعش او طالبانو د ګډ مرکز ادعاء داسې مهال کېږي، چې څه موده وړاندې طالبانو په ننګرهار او ورپسې کونړ ولایتونو کې د داعش ډلې لمن ورټوله کړه او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي «زلمي خلیلزاد» هم ومنله، چې طالبانو د داعش ډلې په له منځه وړلو کې رول درلود.

بل لور ته حکومت په بیا، بیا ددې ډلې په تمویل او تجهیز تورن شوی او ادعا شوې، چې حکومت په ځلونو داعشیان د طالبانو له منګولو ژغورلي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

د غلامانو څخه لاره ورکه ده نه پوهیږی چی څه ووایی .
تر اوسه خو لا امریکایان او یاران یی ټوله ندی وتلی چی دوی بیا اپلاتی شروع کړی ، داکه د مالکانو د وتلو وخت یی رانیژدی سو دوی به څه وایی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close