افغانستانخبرونه

طالبانو بادغیس کې په اړمنو کورنیو خوراکي توکي او نقدي پیسې وویشلې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۷ غوايي، ۱۳۹۹ل): په هېواد کې د کرونا وباء او قرنطین ځپلو سره د لاس نیوي او رمضان المبارک میاشتې په احترام وسله والو طالبانو په بادغیس ولایت کې له یو شمېر اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نقدو افغانیو مرسته کړې ده.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر په اساس تیره ورځ د بادغیس ولایت په مقر ولسوالۍ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نظامي ولسوال لخوا په دیرشو اړمنو کورنیو د خوراکي توکو او نقدو پیسو مرستې وویشل شوې.

په خبر کې ویل شوي، چې له هرې یوې کورنۍ سره دوه قوطیه غوړي او یونیم زر افغانۍ نقدي مرستې شوي دي: «له یادو کورنیو سره ۲ عدده درې کېلویي ډبې غوړي او ۱۵۰۰ نقدي افغانۍ مرسته شوي.»

وسله وال طالبان په داسې مهال په بادغیس ولایت کې له اړمنو خلکو سره د خوراکي توکو او نقدي مرستې کوي، چې تیره میاشت یې ‎د هرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې هم شاوخو ۲۵۰۰  اړمنو کورنیو ته خوراکي وویشل او ژمنه یې کړې، چې دا لړۍ به روانه ساتي او نورو ولایتونو ته به یې هم غځوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سلامونه: لکه چی غواړی ما هم خپل طرفدار کړی. داسی لږ لږ ښه ښه کارونه هم کوی ګرچه لږ دی خو تاثیر یی پر خلکو کی زیاد دی. الله د داسی وخت راولی چی د جنګ کلمه نور لدی اخبار څخه لری شی او ټول مضامین یی د وطن د ترقی په ارتباط وی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close