
اتمر: د ایران پر پوله افغانانو سره جنایت شوی دی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۹ل): د ایران د سرحدي ځواکونو لخوا د افغان کارګرانو د ډوبېدو له امله ولسي جرګې تیره ورځ یو شمېر لوړ پوړي حکومتي چارواکي خپل مجلس ته وربللي وو او په دې هکله یې ورڅخه سپیناوی غوښتی دی.
په دغه ناسته کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر ولسي جرګې ته ډاډ ورکړ چې یادې موضوع ته د رسېدو لپاره به له ټولو ډپيلماټیکو لارو کار واخلي.
اتمر ددې پېښې په تړاو وايي، تر اوسه ۱۶ تنه افغان کارګران ژغورل شوي، په همدومره شمېر کې نور جسدونه ترلاسه شوي او ۱۸ څخه تر ۲۰ لاهم ورک دي.
که څه ایراني چارواکي د خپلو پولیسو لخوا د افغان کارګرانو شکنجه کول او په اوبو کې د هغوی ډوبول ردوي؛ خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر بیا وايي، شواهد ددې ښودنه کوي چې هلته جنایت شوی دی او افغان کارګران په زور اړ کړل شوي او اوبو ته غورځول شوي.
په اوبو کې د ډوبو شوو افغانانو زیاتره مړي د سیند څپو له ځان سره د ترکمنستان په لور وړي دي.
ددې ترڅنګ د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وویل، افغان او ایراني چارواکو هوکړه کړې، چې دغه پېښه به د دواړو هېوادونو ګډ پلاوی لخوا څېړل کیږي.
د ولسي جرګې په پرونۍ ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د کډوالو چارو وزیر، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت استازو د ولسي جرګې د کورني امنیت او نړیوالو اړیکو کمېسیون ته رابلل شوي وو.
له بل پلوه د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، په دغې غونډه کې د ولسي جرګې غړو ته وویل چې ایران په دې وروستیو کې پرېکړه کړې، څو په دغه هېواد کې د ۴۵۰ زره افغان کډوالو اقامت به نه تمدیدوي.
نوموړي زیاته کړه، چې ایران په تېرو دوو اوونیو د ورځې ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغان وګړي له دغه هېواده راشړي.
په ورته مهال د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي په دې اړه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«هغه غیر انساني او وحشیانه کړنې چې له ایران سره په پوله زموږ د ځينو مظلومو هېوادوالو د شهادت لامل شوی، نه بښوونکي جنایات دي.»
ولسمشرۍ ماڼۍ او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په داسې مهال د ایران پولې ته څېرمه د لسګونو افغان کاګرانو په شکنجه او سیند کې ډوبولو باندې غبرګونونه ښيي، چې وسله والو طالبانو د پېښې له رسنیز کېدو یوه ورځ وروسته په دې هکله توند غبرګون ښکاره کړ او ایراني چارواکو څخه یې په جدي توګه ددې پېښې د پلټلو او راتلونکي کې د نه تکرار غوښتنه کړې وه.