نظــر

دا ځيني بې چاره ګان لکه چې نه ملايان سول نه اميان!

عبدالمالک همت

له بده مرغه زموږ په ټولنه کي ځيني داسي کسان هم ډېر سته چي اپرچونيستي ځانګړني لري. (اپرچونيست [opportunist] هغه پله بينه او فرصت طلب ته ويل کېږي چي کومه سیاسي يا بله ډله په واک او په غوره کي ويني، نو په ډول ډول لطايف الحيل ځان ورسره عياروي او د بدو استفادو لپاره ور نژدې کېږي. يا په بل عبارت د اوښمرغۍ غوندي د هر ډول شرايطو سره د خپلو بڼوکو رنګ ته بدلون ورکوي، يا هري خواته چي باد وي، خپل غنم په بادوي، مطلب ډوډۍ د ورځي په نرخ خوري.

دا زموږ هيواد هم د جالبو او عجايبو مجموعه سو، ما څو کلونه دمخه په هندوستان کي داسي هم وليدل چي ډېر کسان کمونيستان نه وه، خو د دې لپاره چي په کوم لوېديز هيواد کي د مهاجر په توګه ومنل سي، ځانونوته به يې د خلقي توب جعلي کارتونه جوړول او يا به يې په تور بازار کي په ډېره لوړه بيه رانيول.

د طالبانو په وختو کي بيا يوه پخواني خلقي چي ځان يې طالب جوړ کړی وو او د طالبانو سره مامور وو، راته وويل چي يو زه او دوه نور طالبان په يوه کوټه کي اوسېدو، ټينګ ټينګ لمونځونه به مو کول او کله به هم له موږ څخه يو دمخه سو، په جمع به يې ډېرو طالبانو ته لمونځ ورکړ. د ورځو په تېرېدو او د مجلسونو او خبرو په پايله کي سره پوه سولو چي درې سره پخواني، خلقي ملګري يو، نو بيا چي به نور طالبان نه وه، موږ درو به لمونځ نه کاوه.

د هلمند په سنګين ولسوالۍ کي يو شمېر خلقيان د ولسوالۍ په مرکز کي د مجاهدينو په محاصره کي بند پاته وه. له دوی څخه هر يوه په يو ډول يا د خپلوانو په مټ د نورو ملګرو په پټه د مجاهدينو سره اړېکي ټينګي کړي وې، يو مهال خبره تر دې ورسېده چي د ولسوالۍ ټولو خلقي ملګرو يو له بله پټ د مجاهدو سره د ملګرتيا تارونه غځولي ول. بيا هغه وو چي د مجاهدينو له خوا وپوهول سول چي په تاسي کي اوس داسي څوک نه دی پاته چي زموږ سره دي اړيکي نه لري، نو ، نور ضرورت نسته
چي دا اړيکي مو يو له بل څخه پټي وساتئ.

اوس هم انسان دی نه ويل کېږي چي هم دي په طالبانو کي داسي کسان وي چي د امريکايانو او حکومت سره پټي يارانې ولري او د حکومت له خوا ډېر داسي خلک وي چي د دې خوا د استخباراتو پر غړيتوب سربېره دي د نورو هيوادونو د استخباراتو غړيتوب او د حکومت د مخالفو ډلو، په تېره د طالبانو سره پټي اړېکي ولري.

په دې وروستيو کي بيا داسي هم ډېر ليدل کېږي چي د امريکې او حکومت ځيني معاش خواره، د غټو امتيازونوتر لاسه کوونکي او نازولي د طالبانو د پلې د درنې ښکاره کېدو له امله د خپلو ولي نعمتانو په کاسو کي هم خواړه خوري او هم يې په کاسه کي ورتوکي، مخالفت ور سره ښيي او په اصطلاح د طالبانو پر کوټه يې ورغورځوي.

زه دا نه وايم چي څوک دي د حق او حقيقت په ليدلو سره د باطلو له خره څخه نه راکښته کېږي، خو د باطل پالو او حق پالو دوادو غاړو کاسې څټل به زه چي وايم ښه نه وي. ښايي په دغو ښاغلو د هغه چا کانه وسي چي پر دوو هندوانو کښېني. د همت او مناعت نفس تقاضا خو داده چي سړی يوه سمه لاره واخلي او په غوڅه توګه او په ټينګه پر وخوځي. دوې هنداونې په يوه لاس کي نه نيول کيږي او که څوک پر کښېني د خرابو پايلو سره به مخ کېږي.

د احاديثو په کتابونو کي يو هم د امام احمد رحمة الله کتاب دی، په دغه او د احاديثو په ځينو نورو کتابونو کي له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه داسي روايت سوی دی:

خَطَّ لَنَا رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ خَطًّا، فَقَالَ: «هَذَا سَبِيلُ اللَّهِ» ، ثُمَّ خَطَّ خُطُوطًا عَنْ يَمِينِهِ، وَعَنْ شِمَالِهِ، فَقَالَ: «وَهَذِهِ سُبُلٌ عَلَى كُلِّ سَبِيلٍ، مِنْهَا شَيْطَانٌ يَدْعُو إِلَيْهِ» ، ثُمَّ تَلَا ﴿وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ﴾[الأنعام: 153]

د دغه حسن صحيح حديث ژباړه داسي ده: رسول صلی الله وسلم موږ ته يوه كرښه وايستل او بيا يې وويل : دا د الله لار ده، بيايې د دغي کرښي ښي او كيڼ لوري ته ډېري كرښي وايستلې او ويې فرمايل : دا بېلي بېلي لاري دي چي د هري يوې پرسر شيطان ولاړ دى او خلك ورته وربولي ». بيايې دا آيت ولوست : ﴿وَأَنَّ هَذَا صِرَاطِي مُسْتَقِيمًا فَاتَّبِعُوهُ وَلَا تَتَّبِعُوا السُّبُلَ فَتَفَرَّقَ بِكُمْ عَنْ سَبِيلِهِ ذَلِكُمْ وَصَّاكُمْ بِهِ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ (153)﴾

او د دغه آيت ژباړه داده: اوهمدا (اسلام) زما سمه (برابره) لار ده (چي هيڅ کوږوالی پکښي نسته او د دواړو نړيو د نېکمرغۍ لار ده)، نو هغه واخلئ او (له دې پرته د بې لاريو ) نوري (باطلي) لاري (چي ما ځني منع کړي ياست) مه اخلئ، که نه تاسي به د الله له (له سيخي) لاري بېل (او تيت او پرک) کړي. اى خلکو! دغي سمي لاري ته ستاسي د پاملرني په هکله ستاسي پالونکى څښتن په ټينګار سره سپارښتنه او لارښوونه کوي، په دې هيله چي تاسي (د الله امرونو ته په غاړه ايښوولو او د هغه له منع کړی سوو چارو څخه په ډډه کولو سره) د الله له عذاب څخه ځانونه وساتئ.

نو که څوک عقل او بصيرت ولري او په اوس او راتلونکې کي د ځان او خپلي کورني او اولادونو د عزت، درناوي او نېکمرغۍ په فکر کي وي بايد د لوی څښتن او د هغه د ستر استازي صلی الله علیه وسلم د پورتنيو لارښوونو سره سم د اسلام مستقيمه او وياړلې لار واخلي ـــــــ دا د خدای، هيواد او ولس د چوپر يوازينۍ لار ده .

له دې پرته نوري لاري د جني او انسي شيطانانو لاري دي او سرلاري يې انسان بې لارۍ ته ور بولي او پای يې د تاريخ او عذاب کندو ته ورتېل وهي.

هېر مو نه سي چي د انساني ناروغيو تر ټولو بده د تذبذب ناروغي ده:
وګورئ قرآن موږ ته په دغه ناروغي د اخته کسانو انځور داسي کاږي:
﴿الَّذِينَ يَتَرَبَّصُونَ بِكُمْ فَإِنْ كَانَ لَكُمْ فَتْحٌ مِنَ اللَّهِ قَالُوا أَلَمْ نَكُنْ مَعَكُمْ وَإِنْ كَانَ لِلْكَافِرِينَ نَصِيبٌ قَالُوا أَلَمْ نَسْتَحْوِذْ عَلَيْكُمْ وَنَمْنَعْكُمْ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا (141) إِنَّ الْمُنَافِقِينَ يُخَادِعُونَ اللَّهَ وَهُوَ خَادِعُهُمْ وَإِذَا قَامُوا إِلَى الصَّلَاةِ قَامُوا كُسَالَى يُرَاءُونَ النَّاسَ وَلَا يَذْكُرُونَ اللَّهَ إِلَّا قَلِيلًا (142) مُذَبْذَبِينَ بَيْنَ ذَلِكَ لَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَلَا إِلَى هَؤُلَاءِ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَلَنْ تَجِدَ لَهُ سَبِيلًا (143)﴾[النساء :۱۴۱- ۱۴۳].

ژباړه: ۱۴۱.(اى مسلمانانو!) دا (منافقان) هغه خلک دي چي ستاسي (د وروستي برخليک؛ تاسي ته د فتنو در پېښېدو) په انتظار ناست دي. که د الله له لوري ستاسي برى په برخه سو، نو درته وايي: ” آيا موږ ستاسي ملګري نه وو؟ “. او که کافرانو ته يو څه برى په برخه سو، نو هغو ته وايي چي : ” آيا زموږ په تاسي وس نه وو رسېدلى؟

او آيا (موږ د دې سره سره) ستاسي مرسته نه کول او تاسي مو له مسلمانانو څخه ونه ژغورلاست؟ “. بس الله به د قيامت په ورځ ستاسي او هغو په منځ کي پرېکړه کوي او الله کافرانو ته پر (صالحو) مسلمانانو باندي (تر څو چي د رشتيني ايمان درلودونکي، د الله د نه شلېدونکي رسۍ ټينګ نيوونکي، د ښو اعمالو څښتنان او له اسبابو څخه کار اخيستونکي وي، په خپل فضل) د لاسبري کېدو هيڅ لار نه پرېږدي.(وروستى برى په دنيا او آخرت کي د پرهېزګارانو دى).

١٤٢. دا منافقان (په خپل اند او په خپل دې کړندود سره) د الله سره چل ول (ټګي برګي) کوي (چي په ايمان څرګندونه کوي او خپل کفر پټوي، په دې ګومان چي دا چل الله ته نه ښکاري)، په داسي حال کي چي الله هغوى په غولونه کي اچولي دي (د هغو چل ول هغو ته ورګرځوي او د دوى د عمل جزا ورکوي، چي په دنيا کي يې رسوا کوي او خواروي او په آخرت کي سزا ورکوي). او کله چي (د مسلمانانو سره) لمانځه ته ولاړيږي، نو په کهالۍ سره ولاړيږي. دوى د خلکو په مخ کي روى رايي کوي (له خپل لمانځه څخه يې موخه ريا او ځان ښوونه وي؛ لمونځ يې د خلکو لپاره وي، نه د خداى لپاره) او الله لږ يادوي (لږ لمونځ او عبادت کوي).

١٤٣. دغه منافقان زړه نا زړه (متردد ، مذبذب او اريان) دي، نه په بشپړه توګه د دې ډلي (مسلمانانو) خواته دي، نه د هغي ډلي (کافرانو) خواته دي. او الله چي څوک په ورک لاري اخته کړي ته به (ای پیغمبره!) له ورک لارۍ څخه د هغو د پرلار کولو (او يقين او عقيدې سمولو) لپاره هيڅکله کومه لار پيدا نه کړې.

نوري خبري هم بېخي ډېري دي، خو زما د اوښمرغۍ د خاصيت درلودونکو، مذبذبو، ټولو پردي پالو او د پردو د وارداتي اندونو تر اغېزي لاندي را غلو کسانو څخه د ورورۍ هيله داده چي يوازي، په ډاګه او له لويه څښتنه پرته بل چا ته بې له تمي، د حق لار په ټينګه او په نره واخلي او په جار نارې کړي چي زه مسلمان افغان وم او يم، ټول وياړونه او ارزښتونه د اسلام، هيواد او ولس په چوپړ کي دي او تر څو سا را پکښې وي دغه چوپر به په ټينګ هوډ او تکل کوم.

پای

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

طوطی ستاسو سره موافق دی. بالکل همداسی ده، کور آباد ځوی لوی. الله دا په منافقت کی نه راولی زما اصلی نوم طوطی ندی او فکر کوم چی ډیری دلته خپلی تبصری خپروی په یوه مستعار نوم.

عبدالمالک همت

خير دی هر څوک چي ياست د زړه سر مو ياست : د آمو تر باسينه افغان يو دی. خو په نيوکه کولو کي له حدودو او چوکاټه مه وزه. ستا تر دې مستعار نامه پوري زما د پلار ماما (طوطي ما ما) را په ياد سي. د تيري (د روزګان ولايت مرکز تيرين کوټ) په يوه دښت کي له غره څخه څه ليري يو وچ غوندي کارېز وو چي «باغر» نومېږي. په دغه کارېز کي څو کوره اوسېدل چي له هغو څخه دغه زما د پلار ماما هم وو. د طوطي ماما کور د نورو کورونو څخه څه ليري… نور لوستل »

محمد

ستاسو د خبرو په تائيد چى وايي (در اين دورنگى بيم كفر است ،يا خدا را بنده شو يا ساكن بتخانه) باضميره انسانان هيسكله دو رنگى نكوى او هميش په حق تينگ ولار وى. په رختيا هم چ افغانستان كى ديرى خلك خپل ژوند او گته په دورنگى كى ويني خصوصا دى انقلابونو كى .پله بين دى او د موقع په تلاش وى چ كله هم كومه خوا درنده شى زان پكى ورگد كرى او تر اصلى انقلابيونو زانونه غتو چوكيو ته رسوى .د حق و ناحق پروا هم نكوى . دوه گونى اجنتى خو بيخى دير دى چ هم… نور لوستل »

عبدالمالک همت

محترم ورور محمد صاحب ! عجيبي ښې او د عيني حقايقو پر بنسټ ولاړي څرګندوني مو کړي دي. داسي هم سوي دي چي لومړی ځيني رښتيني شخصيتونه په سپېڅلي نيت د يو ښه کار يا تحريک بنسټ کښېږدي. خو په وروسته کي دغسي خپل چاروکي په چاپلوسيو، انحنا او تملق، ځان تر ټولو وفادار ښوولو او په چل او چالاکۍ د دغسي بنسټونو او تحريکولو د رهبرۍ پوړۍ ته ورسوي، واګي يې په لاس کي واخلي او د تحريکونو اصلي سپېڅلو او ښو موخو ته بدلون ورکړي او رښتيني مشران يې ځني حذف کړي. او که دا ونه کړای سي… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close