افغانستانروغتیا

د قطر یوې خیریه مؤسسې روغتیا وزارت سره د روغتیايي توکو مرسته وکړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د الغرافه په نوم یوې قطرۍ خیریه مؤسسې او په چین کې میشتو افغان سوداګرو له کرونا وایرس سره د مبارزې په موخه د شاوخوا دوه میلون ډالرو په ارزښت د روغتیايي توکو مرسته ورسره کړې ده.

په دې لړ کې د یو اعشاریه درې ملیون ډالرو په ارزښت د الغرافه قطرۍ مؤسسې او یو ملیون ډالرو په ارزښت د چین میشتو افغان سوداګرو لخوا له کرونا وبا سره د مبارزې اړوند روغتیايي توکي او وسایل شامل دي ، چې تیره ورځ د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول.

په مرسته شوو توکو کې د کرونا تشخیصیه کیټونه، روغتیايي ماسکونه، ترمامیترونه، شیشه یې ماسکونه، د تنفس مصنوعي ماشینونه او نور بیلابیل روغتيايي توکي او وسایل شامل دي، چې د روغتیا وزارت  د معین ډاکټر وحیدالله مجروح په په خبره ډیر ژر به له کرونا سره د لازیاتې جدي مبارزې په موخه به اړونده روغتونو باندې وویشل شي.

په افغانستان کې د الغرافه قطري خیریه مؤسسې مسئول شاهدالله جواد وايي، مونږ له تیرو اوو کلونو راهیسې د ښوونې، روغتیا، کرنې، د ځنګلي حیواناتو د نسل ساتنې په ګډون مختلفو برخو کې له افغانستان سره بشري مرستې کوو.

نوموړي دغه راز په فراه ولایت کې د یو مجهز روغتون جوړولو د سروې ترڅنګ ویلي، چې په هېواد کې یې له  ۴۰۰۰ اړمنو او قرنطین ځپلو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کړي دي.

له بل پلوه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اطاق د هیئت مشر سیدزمان هاشمي د چین میشتو افغان سوداګرو لخوا د مرسته شوو روغتیايي توکه د سپارلو پرمهال وویل، چې افغان پانګوالو تراوسه د هېواد په مختلفو ولایتونو کې د شاوخوا ۳ میلونه امریکايي ډالرو په ارزښت د خوراکي توکو مرستې ویشلي دي.

د قطري الغرافه خیریه مؤسسې او چین میشتو افغان سوداګرو لخوا روغتیا وزارت ته په داسې مهال له کرونا وباء سره د مبارزې په موخه روغتیايي توکي او وسایل مرسته کیږي، چې د تازه شمېرو له مخې په هېواد کې د کرونا وبا ۳۵۶۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، چې له دې ډلې ۱۰۶ تنه وفات شوي او ۴۶۸ تنه نور بیا رغیدلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx