روغتیانړۍ

سلګونه هندي پولیس په کرونا اخته شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۹ل): رویټرز خبري آژانس په هندوستان کې په کرونا وبا د سلګونه هندي پولیسو د اخته کېدو خبر ورکوي.

که څه هم د نړۍ په کچه په هندوستان کې تر ټولو سخت ګرځبندیز د ۳ میلونه پولیسو په واسطه پلی شوی، حتی هغه میرمنې او بوډاګان هم د پولیسو لخوا سخت وهل شوي، چې ګرځبندیز ته یې پاملرنه کړې نه ده؛ خو بیاهم کرونا وبا په دغه هېواد کې په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې ده او تر ټولو زیات د پولیسو سرتیري ورباندې اخته شوي.هندي پولیسو د قرنطین څخه سرغړوونکو ته سزا ورکوي

هندي پولیسو د قرنطین څخه سرغړوونکو ته سزا ورکوي
هندي پولیسو د قرنطین څخه سرغړوونکو ته سزا ورکوي

د هندي پولیسو یو افسر د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز ته ویلي، تر اوسه پورې ۴ پولیس سرتیري له کرونا وبا څخه مړه شوي او په تازه مورد کې ۴۵۰ تنه پولیس ورباندې اخته شوي دي.

ګجرات ښار چې د هندوستان لومړي وزیر نریندرا مودي هم په کې اوسیږي تر اوسه د ۱۵۵ پولیسو په کرونا د اخته کېدو راپور ورکړل شوی دی.

دا مهال په هندوستان کې شاوخوا ۵۰ زره کسان په کرونا وبا اخته دي، چې له دغې ډلې ۱۵ زره تنه یې د پولیسو سرتیري دي، ددې کسانو له جملې څخه تر اوسه د ۱۶۰۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x