نړۍ

د ساپي پښتو څېړنو اوپراختيا مرکز کې يو ورځنى سيمنار جوړ شو

سلمیان
د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا د مرکز  د پېښور په مرکزي دفتر کې د پښتو ادب ته ورپېښې ستونزې او د هغې حل  تر سرليک لاندې يو ورځنى سيمينار  جوړ شو، دې سيمينار ته چې د لرې او برې پښتونخوا شاعران، ليکوالان او ادبپوهان رابلل شوي ؤ،  د قاري هدايت الله لخوا د قرآن عظيم الشان د څو مبارکو ايتونو په لوستلو سره  سیمنار  پيل  شو، په پيل کې د ساپي د پښتو څېړنو او پراختيا مرکز مشر سردار خان سيرت د مرکز په هقله ، کارونو، لاسته راوړنو او په ځانګړي توګه د پښتو ادب ستونزو او د هغه د حل په اړه برخوالو ته خبری وکړې چې نږدې شپاړس کاله کيږي چې دغه مرکز جوړ شوى او په دې موده کې د پښتو ادب، ودې او غنا لپاره  رغنده هلې ځلې شويدي له سلو زيات علمي او پوهنيز کتابونه  جاپ او خپاره  کړې  چې همدا اوس هم د هيواد په بيلابيلو پوهنتونونو کې ترې د هيواد بچيان  ګټه پورته کوي، ورپسې د خوشحال بابا د ليسې مدير فضل مولا توره کي وينا وکړه د پښتو ادب پرمختګ يې ټکنى کړى خو له دې سره سره بيا هم کار روان دى خو پوره نه دى ، د دې ستونزې د حل يواځينۍ لاره زما په اند دا ده چې پښتو ادب د پرمختګ لپاره په اوسنيو حالاتو کې دې کره ښوونځي جوړ شي،د پښتو په ادبياتو کار وشي، مجلې خپرې شي او ليکوال وهڅول شي چې پښتو ادب ته کار وکړي، بله دا چې حکومتونه وهڅول شي چې پښتو ادب ته د ودې ورکولوپه خاطر ليکوالو ته زمينه برابره کړي، په کومو سيمو کې چې پوهنتونونه فعال دي هلته بيا ايراني اصطلاحات کارول کيږي او په شعوري توګه د ځينو کړيو لخوا دې ته کار کيږي، پښتانه بايد په بيلابيلو رسنيو کې د دې کار مخه ونيسي او د پښتو ادب او د ودې لپاره کار وکړي، د ابن سينا عالي دار المعلمين مشرې مستوره ستانکزۍ وويل چې په تعليمي او ښوونيز ډګر دا مهال پښتانه له يو لړ ستونزو سره مخ دي،پښتانه بايد د زده کړې د لارې دپښتو ادب د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي، سيمينار ته د وينا په ترڅ کې پروفيسر حفيظ الله ښاد جبار خېل وويل پښتو په دوه قسمه ده، يوه عاميانه پښتو او بله معياري پښتو، په عاميانه پښتو خبرې کول د هر چا خپله خوښه ده چې څه ډول يې کاروي خو ليکل بايد په معياري او کره توګه وشي،د سمون او پرمختيا لپاره د کره پښتو د ستونزو حل اړين دى، دا حل داسې اړين دى لکه چې د يوې سيمې دپاره چې امنيت ضروري دى، زمونږ مشران او اميران بايد د پښتو د ودې او پرمختګ دپاره وهڅول شي، په کابل او د پېښور په پښتو اکاديمۍ کې پښتو رسمي ده خو چارواکي په پښتو کار نه کوي او نه ترې ګټه اخلي، د دې دپاره بايد يوه کميټي جوړه شي چې د پښتنو ليکوالو ليکنې وګوري او داسې لارښودنې ورته وشي چې د پښتو ليکوال وهڅول شي، د حکومتونو پاملرنه ورته اړينه ده، ليکوال ته د حق الزحمه رامنځ ته کول هم د پښتو د ودې لپاره يو مهم توکى دى، د کوزې پښتونخوا په استازيتوب عبدالله جان خليل خبرې وکړې او زياته يې کړه چې دلته تر ډېره بريده د پښتنو ليکوالو ستونزې حل شوي او د نورو لپاره هم کار روان دى او زر دى چې دغه ستونزې به نورې هم حل شي، غونډه په هيواد کې د امنيت او د تامين په هيله د قاري هدايت الله په دعايه پاى ته ورسېده،

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x