افغانستان

طالبانو په لغمان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غوايي، ۱۳۹۹ل): د لغمان ولایت په مرکز مهترلام طالبانو د ولسي خلکو په مرسته یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو څخه ژغورلی دی.

د طالبانو په رسمي ویب پاڼه الاماره د خپاره شوي خبر له مخې وړمه شپه د لغمان ولایت مرکز اړوند بدیع آباد سیمه کې د انسان تښتوونکو یوې ډلې د یو ماشوم د تښتولو هڅه کوله چې طالبان او ولسي خلک یې ورپسې شول.

طالبان وايي، تښتول ماشوم یې د تښتوونکو له منګولو ژغورلی؛ خو د تېښتې پرمهال انسان تښتوونکو په خلکو ډزې کړي، چې له امله یې ۲ تنه کیلوال ټپیان شوي دي.

باید وویل شي چې طالبانو تردې وړاندې هم د ننګرهار، لغمان، فراه، هلمند او هرات په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د انسان تښتوونکو او اختطافګرو له منګولو څخه انسانان ژغورلي او په ځینو مواردو کې یې اختطافګر له نیولو وروسته د طالبانو په «شرعي محکمه» کې محاکمه کړي هم دي.

د هېواد په لویدیځ کې د فراه ولایت خاکسفید ولسوالۍ اړوند «سور دیوال» هغه سیمه ده چیرې چې طالبان له محکمې وروسته اختطافګر او قطاع الطریق(لاره شوکوونکي) غله د جمعې ورځې میله کې د عامو خلکو ترمخ په سزا رسوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx