افغانستان

 جنبش ګوند: د عبدالله او غني په سیاسي هوکړه کې دوستم ته د مارشال رتبه ورکول کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۹ل): د اشرف غني د پخواني لومړي مرستیال «عبدالرشید دوستم» په مشري د جنبش ګوند هیله لري، چې د عبدالله او غني تر منځ په احتمالي کېدونکي توافق کې به دوستم ته د مارشالي رتبه ورکړل شي.

د جنبش ګوند ویاند «بشیر احمد تهینج» طلوع نیوز ته ویلي، د عبدالله او دوستم د توافق په برخه کې نوي او هیله بښونکي خبرونه په لاره دي او موږ تمه لرو، چې د جنرال دوستم واکونه به هم پکې مشخص شي.

نوموړی زیاتوي «مارشالي، کېدونکي ده او زه وار له مخه تاسو ته مبارکي درکوم او ښه خبرونه په لاره دي، او انشاالله په راتلوونکو ورځو کې تاسې په جریان کې اچوو.»

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله ویاند «امید میثم» وایي، چې توافق په وروستي کېدو دی او تمه ده موږ به معقول حکومت ولرو «هیله لرو چې په راتلوونکو ورځو کې موږ د دغه هوکړه لیک د وروستي کېدو شاهد واوسو، چې د هغه پر بنسټ ټول ګډونه حکومت رامنځته شي او دا حکومت ملي او نړیوال معقولیت ولري.»

د عبدالله او غني تر منځ د معاملې خبرونه داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د کابل د سیاسي کړکېچ د هواري په برخه کې د حکومت د نړیوالو ملاتړو له لوري فشارونه زیات شوي او تر ډېره عبدالله هڅول کېږي، څو روان اختلاف ته د پای ټکی کېږدي.

په ورته وخت کې داسې خبرونه هم شته، چې ښيي، د عبدالله په ملاتړو کې د نظر اختلاف رامنځته شوی، ځیني له اشرف غني سره په کېدونکي هوکړه خوښ دي؛ خو ځیني نور بیا د ټاکنو لغوه کېدل اړین بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مولوي حق پلوی

بس تل د سپو وفقير (بې وزلي ولس زبېښلو او ځپلو ) ته سلا يوه وي.
که نه د زرګونو افغانانو قاتل، خر بېسواده دوستم تر ټولو دمخه او ورپسې دا نور ملي خاينين ټول پر دار د ځړولو وړ دي، نه پر دې مظلوم ملت د حکومت کولو. خدای ښه پوهېږي.

Adam Khan

SALLAMOONA

DOSTIM WILL BE PROMOTED TO THE MARSHAL POSITION BECAUSE HE KILLED AFGHANS REPEATEDLY AND CONTINUOUSLY. I HAVE TO ADVISE GHANI TO THINK ONE MORE TIME ABOUT THIS. MARSHAL DOSTIM CAN NOT WIN THIS WAR FOR YOU. GHANI JAN BELIEVE ME THAT YOU WOULD BE MAKING MORE ENEMIES INSIDE IN YOUR OWN HOMELAND

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x