ورزش

له اوږدې مودې کرنتین وروسته د فوټبال ستوري لوبو ته ستنیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غوایي، ۱۳۹۹ل): په نړۍ کې د کرونا ويروس وژونکې ناروغي کوويډ-۱۹ که له يوې خوا نړيوال شرکتونه، بازارونه، مارکيټونه بند او خلک په کورونو کې ايسار کړي خو بلې خوا يې د کرکټ، ټينس، والي بال او نورو لوبو سربېره فوټبال سيالۍ هم اغيزمنې کړي دي.

د فوټبال سيالۍ چې په نړۍ کې زيات ليدونکي لري له تېرو دریو مياشتو راهيسې د کرونا ويروس له کبله يې په لوبغاړو او ليدونکو دروازې بندې دي.

په اروپايي، امريکايي او اسيايي هېوادونو کې د کرونا ويروس پراخه خپريدل د لوبو د بنديدلو لامل شول، خو لکه څرنګه چې په اروپايي هېوادونو کې دغه ناروغي مخ پر زوال ده د فوټبال سيالۍ هم په پېل کېدو دي.

وړمه ورځ د جرمني حکومت بنډسليګا (Bundusliga) فوټبال ليګ ته اجازه ورکړه تر څو په راتلونکو دوه اونيو کې د‌ بندو دروازو تر شا د ټاکلې مودې لپاره فوټبال سيالۍ پېل کړي.

دغه راز هسپانوي ليګ لاليګا (Laliga) هم پريکړه کړې چې د لوبډلو پرمخ لوبغاړو ته د تمريناتو لپاره دروازې پرانيزي، په دې لړ کې تېره ورځ بېلا بېلې لوبډلې د کرونا له بشپړ معايناتو وروسته تمريناتو ته ستنې شوي.

په هسپانيا کې له امريکا او ايټاليا وروسته کرونا ويروس زيات کسان وژلي دي، چې تر دې دمه دغه شمېره ٢٦٠٠٠ ته رسيږي، خو د پخوا په پرتله ورځ تر بلې دغه او د‌ مثبتو پېښو شمېره مخ پر ټيټيدو روانه ده.

د ايټاليا هېواد هم د سيريا ای (Seria A) فوټبال ليګ ته اجازه ورکړې تر څو لوبغاړي کولی شي له معايناتو او کرنتين کېدو وروسته تمرينات پېل کړي.

داسې اټکل کيږي چې په نړۍ کې به له درې مياشتو وقفې وروسته د فوټبال تجارتي سيالۍ يو وار بيا د مۍ مياشتې په وروستيو او يا د جون په پېل کې ترسره شي.

دغه راز د جرمني، انګلستان، هسپانيا، ايټاليا او فرانسې حکومتونو پريکړه کړې تر څو د کرونا له کبله روان بحران سوکه سوکه له منځه يوسي، او په دې لړ کې يې يو شمېر اسانتياوې رامنځته کړي دي، خو ددې سربېره خلکو ته د جدي پاملرنو سپارښتنه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx