افغانستان

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي د طالبانو د سیاسي مرستیال د لیدو غوښتنه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۸ غوايي، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې له ایران سره په پوله له افغان مسافرو سره د شوي بد چلند قضیه تر ټولو ګرمه موضوع ګرځېدلې، ایراني چارواکو په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکه نیولې او د ملا  برادر اخند د ملاقات غوښتنه یې کړې.

څو ورځې وړاندې د ایراني پوله ساته ځواکونو له لوري ایران ته د تلونکو افغان مسافرو د یوې ډلې د شکنجې او په اوبو باندې د هغوی د لاهو کولو راپورونه ورکړل شول، چې د نورو جهتونو تر څنګ یې د طالبانو غبرګون هم راوپاروه او یوې اعلامیې له لارې يې پر ایران غږ وکړ، څو له افغان مهاجرو سره د اصولو او ورورولۍ په بنسټ چلند وکړي او د شوې پېښې عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.

د طالبانو له دې غبرګون وروسته ایراني چارواکو د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکه نیولې او د سیاسي دفتر د مشر د ملاقات غوښتنه یې کړې.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» په دې اړه ویلي، چې د افغانستان لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي «ابراهیم طاهریان» د ایران او مرکزي اسیا  لپاره د طالبانو د سیاسي دفتر له مسئول سره اړیکه نیولې او د ملا برادر اخند د لیدلو غوښتنه یې کړې.

شاهین زیاتوي «ممکن د ایران په پوله د وروستۍ غمیزې په اړه به یې معلومات ورکول غوښتل.»

یاده دې وي، که څه هم ایران له افغان مسافرو سره په شوي پېښه کې د خپلو ځواکونو ښکېلتیا ردوي، خو په دې وروستیو کې دې پېښې پراخ غبرګونونه راپارولي او ایران په «بشري جنایت» تورن شوی.

امریکا، اروپايي اتحادیې، جرمني او ګڼو نورو جهتونو له حکومت غوښتي، څو ياده پېښه په جدي ډول وڅېړي.

حکومت که څه هم څو ورځې وړاندې د پېښې د څېړلو لپاره د یوه پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ، خو لا تر دې دمه یې د خپلو موندنو جزئیات ندي شریک کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
فدامحمد نومير

بسم الله الرحمن الرحيم ط دا څرګنده او جوته ده ، چي دايران د حکومت له لوري د افغانانو د هجرت د لومړنيو شېبو څخه او تر هم دې ګانټو پوري د مهاجر افغانانو سره داسي چال چلند نه دی سوی چي د ستايلو وړ وګرځي . د سوريي جنګونو ته افغان او افغانزاده ګان ځوانان څه د اجبار ، څه د مذهبي احساساتو د راپارولو او څه د مالي طمعي له لاري د توپ او ټانک خولې ته د خپلو اهدافو د تر لاسه کولو لپاره وليږل ، او دفاطمينو تر نوم لاندي يي را غوند اوتشکيل کړل .… نور لوستل »

عبدالمالک همت

د ايران شيعه ګانو له هغه مهاله چي په ايران کي پر سني حکومت غالب سول او په ايران کي يې شيعه واکمني ټينګه کړه، په تېره پر ايران باندي د هوتکيانو تر واکمنۍوروسته تر اوسه پوري د افغانانو سره ډول ډول دښمنۍ پالي. دوی په خپل زعم افغانستان له خپلي خاوري بېله کړی سوې برخه بولي، مذهبي تعصب هم ور سره لري او زموږ ډېر وياړونه په ځان پوري تړي. مطلب د ايران، هند او پاکستان سره په اړکو کي ډېر پام او احتياط په کار دی. او دا وروستۍ د افغان کارګرو په وهلو وهلو د وژلو او… نور لوستل »

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx