
د طالبانو خلاف عملیاتو ته پر لاره – د خوست امنیه قومندان وژل شوی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غوايي، ۱۳۹۹ل): د خوست ولایت امنیه قومندان «سید احمد بابازی» د ماین ښکار او له دریو پولیسو سره یو ځای وژل شوی.
د خوست والي محمد حلیم فدايي له پژواک خبري اژانس سره د خبرو په مهال منلې، چې امنیه قومندان له دریو نورو پولیسو سره یو ځای د طالبانو په برید کې وژل شوی.
د خوست والي حلیم فدایی فدایی پژواک ته تایید کړل چې د ولایت امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی له دریو.پولیسو سره د طالبانو په یوه برید کې وژل شوي. pic.twitter.com/L4uMOx3AQ9
— Pajhwok Afghan News (@pajhwok) May 7, 2020
بل لور ته د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» هم پېښه مني او وايي، سید احمد بابازی د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اړوند «ځنیخیلو» نومي سیمې ته د عملیاتو لپاره تللی و، چې د سړک د غاړې ماین ته برابر شو.
په نهایت خواشینۍ سره باید ووایو بېګا شپه یوولس بجې د خوست امنیه قومندان مل پاسوال سید احمد بابازی د دښمن د سرک غاړې ماین له امله په داسې حال کې شهید شو چې د خوست نادر شاه کوټ ولسوالۍ اړوند د ځينیخېلو سیمې ته د دښمن خلاف عملیاتو ته روان و. pic.twitter.com/tcieampxdH
— Tariq Arian | سرباز وطن (@TariqArian3) May 7, 2020
ویل کېږي، پېښه د شپې یوولس بجې رامنځته شوې او له امنیه قومندان سره یو ځای د نوموړي سکرتر هم وژل شوی.
تر دې دمه د برید پړه چا په غاړه نه ده اخستې.
کشکی دوی پوهیدلی ، دوی ته د اشغلګرو یونیفورم وراغوستل شوی وسلی او مرمی ورکړی شوی چه مجاهدین او مظلوم اولس د یو څو ډالرو او شاباسی د پاره په شهادت ورسوی ، دین او دنیا دواړه یی تباه شول ، څو ورځی دمخه به یی کورنی خوشاله وه میلی به یی کولی د امریکا او اروپا په کجه بنګله کی به اوسیدلو ډول ډول قیمتی شامپو ګانی به یی کارولی او دا ټول د اشغلګرو د استعماری مولو تر لاسه کولو دپاره. که دغه تش په نامه غلام قوماندان سواد درلود او ځآن سره یی فکر کولو چه که… نور لوستل »
INNA LELLAHI WA INNA ILAIHI RAJEAOON
عجب ښه کار سوی دی، غني چي د خپلو او طالب بنديانو په نه خوشي کولو سره د سولي راتلو په لار کي بندونه ايجادوي او دغسي خاين جنرالان يې په دفاع کي ناپوهه او اړ ، تېروتلي عسکر د طالبانو سره جنګوي بايد په دغسي سزا دوږخ ته واستول سي. ملادې ماته سي د ده مور د دې لپاره شيدې ورکړي وې چي د خپل هيواد د آزادۍ پر ضد، د اشغالګرانو او د هغو د زبونو او مخ پر زوال ګوډاګيانو په پلوي د يو څو ډالرو په مقابل د وطن عسکر د هيواد د خپلواکۍ د بيرته… نور لوستل »
اوس دی دا ## د خپلو عملیاتو جواب وایی .
طالب غازیانو وژلی .