نظــر

استاد به خپلې دا څرګندونې څه ډول توجیه کوي؟!

شاهد (غزنیوال)

ښاغلی استاد سیاف د پخواني جهاد یو له تر ټولو خوله ورو مقررینو او وینا والو څخه ګڼل کیده ؛ ځکه به د هغه وخت په جهادي کانفرانسونو مهمې پریکړې د ده په وینا اعلانیدلې.

کمال یې دا و چې دا فصاحت یې په عربي او دري ژبو کې همدومره بلیغ و لکه په خپلې مورنۍ پښتو ژبه کې.

همدا وجه وه چې ډیری پاک زړي عربي ځوانان د ښاغلی سیاف د جادويي ویناوو مسحور وو.

دا خپله زما د سترګو لیدلې پیښه ده چې د مکتب الخدمات اړوند بیت الانصار میلمستون کې شیخ عبدالله عزام په افغانستان کې د اسلامي نهضت د ابتدايي مرحلې په اړه وینا کوله.

په دې وینا کې یې د کمونستانو خلاف د هغه وخت د نهضتي مشرانو استاد غلام محمد (نیازي) انجنیر حبیب الرحمن، سیف الدین (نصرتیار) او… کارنامې یادې کړې.
د دغو کسانو په منځ کې یې د استاد سیاف نوم هم واخیست او دا یې ورسره اضافه کړل:

لو لا الله ثم سیاف لکان افغانستان مثل بخارا…

ژباړه : که د الله فضل او بیا د استاد جهادي فعالیت نه وای اوس به افغانستان هم لکه بخارا د شورویانو تر استعمار لاندې و.

ابو عمر الفلسطیني چې وار تر له مخه له استاده ډیر متأثر و په دې جمله کې یې د سیاف له نوم اوریدو سره په لوړ آوز وویل: رضی الله عنه … (الله دي له سیافه راضي شي) او دا هغه کلمه ده چې معمولا د صحابه کرامو له نوم سره ویل کیږي.

استاد سیاف ځکه د هغه وخت د عربانو زړونه داسې مسحور کړي وو ، چې ده په خپلو ویناوو او مواقفو کې د غرب او کمونیزم په اړه په یوه ډیر سرسخت موقف تظاهر کاوه.

داسې لکه نن چې څومره د امریکايي نظام سرخت مدافع او حامي دی ، هغه مهال یې د روس او امریکا په دښمني کې همدومره تشدد کاوه.

هغه مهال د تنظیمي رهبرانو په منځ کې دری تنه هریو پیر سید احمد ګیلاني، حضرت صبغة الله مجددي او مولوي محمد نبي محمدې د دې نظريي پلویان وو چې پخوانی پاچا (ظاهرشاه) کولای شي د افغاني لانجې په هواري کې رول اداء کړي.

خو ښاغلی سیاف د دې نظریې دومره مخالف چې د ظاهر شاه له نوم اوریدو سره به یې پر هغه د کفر د فتواګانوضربي پیل کړي.

سبحان الله …

د جهاد لاره هم نادر آزمایښتونه لري او څوک چې دې لارې ته په عملي لحاظ صادق نه وي له سختو تیندکونو سره مخ کیږي.

د تاریخ یوه صفحه واوښتله او داځل د پخوانیو شورویانو په ځای امریکایانو پر افغانستان یرغل وکړ.

په امریکايي یرغل کې ټول هغه مماثلتونه موجود وو د کومو له وجې چې یې استاد د شوروي خلاف د جهاد او مقاومت سنګر نیولی و.

خو استاد سیاف په دې یرغل کې له امریکايي یرغلګرو سره د مقاومت په ځای له هغوی سره د ملتیا لاره ونیوله.

په دې یرغل کې یې له یرغلګرو سره د مینې او ملتیا کچه دومره زیاته وه چې له جورج ډبلیو بوش نه نیولې تر جنرال ستانلي مکرستل او جنرال ایکانبري پوري به یې په هرځل ملاقات کې د مصافحې پر ځای پر تودې معانقې د خپلې لیونۍ مینې غریزه اشباعوله.

له کمونیزم سره د استاد پرونی عناد او له امریکا سره یې ننۍ لیونۍ مینه د نظریاتي عقیدې له مخې نه؛ بلکې د مادي جبر له مخې دی چې سړی یې د فکري تخنث پردغسي مخزي او لویدلی درشل درولی دی.

دا خبره زما شخصي حکم او قضاوت نه ؛ بلکې د خالص بابا رحمه الله پخوانۍ پیشګويي ده چې د ښاغلی سیاف او حکمتیار دواړو په اړه یې کړې ده.

خالص بابا یو پاک زړی او ریښتیانی مسلمان رهبر و چې څه به یې په چا کې لیدل هغه به یې ورته ویل:

د نوموړی یوه نیږدي دوست داقصه ماته په زبان قال سره کړی چې بابا د ښاغلی سیاف او حکمتیار په اړه دا ویلو چې (( زه په ډیرو امورو کې د سیاف او حکمتیار پر عقیدې شکمن یم …))

په هرصورت : په دې وروستیو کې د استاد د پخواني جهاد یو ویډیو يي کلیپ لاسته راغلی ، په دې کلیپ کې د استاد ننی او پرونی موقف د یوه مستند تصویر له مخې ښه څرګندیږي ، غواړم لتاسو درنو لوستونکو سره یې هم شریک او په اړه یې قضاوت تاسو ته وسپارم.

مګر زه په خپل نوبت له استاده دا یوه پوښتنه کوم چې ښاغلي استاده!

له کفارو سره پروني مخالفت مو له هغوی سره د نني مودت په رڼا کې څرنګه توجیه کوئ؟!

د استاد د ځواب په هیله !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
18 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

غزنیوال صاحب ، تاسی چه له سیاف ( ایساف ) څخه کومه پوښتنه کړی ، زه به یی هم په اړه څه ولیکم : سیاف ته د رهبر او هغه هم جهادی رهبر او لا د استاذ نوم اخستل، جهادی رهبر او د استاذ سپیڅلو اصطلاحاتو ته توهین دی .. دا سمه ده چه د ( ایساف ) په ګډون نور تش په نامه مشران لکه ګلبدین ، ربانی او داسی نور ټول د جهاد په اولنو دوه دری کلو کی د امریکا په واسطه وپلورل شول یعنی تر هغه دمخه رستونی مبارزین وو د کمونیزم په ضد یی رشتونی… نور لوستل »

مولوی احمد

استاذ خبرے دی معقولی او واقعی دی، زہ صرف یوہ نکتہ زیاتوم خپہ نشی: طالبان ھم پہ ھمدغہ جال کی پہ پنجاب کی اوس گیر دی کوم امریکائی جال کی چہ سیاف خان او گلبدین خان او ربانی د جھاد پہ وخت نختی وو،ددی رھبرانو غلامی دکامیابی نہ بعد عواموتہ خکارہ شو، اوس لگہ غوندی صبر وکی چہ طالب کابل ونیسی بیا پتہ لگی السلام

طوطی

اوس ګورو چی سیاف صیب هره ورځ له کافرو سره ناست ولاړه کوی. که پوښتنه ور څخه وشی بیانو وایی چی د نن ورځی سیاست دا ایجاب وی ګوری طالبانو هم له روسانو سره ناسته ولاړه وکړه او هم په کراتو له امریکایانو سره لیده کاته رلودل څه پروا لری. مشران مو ټول په غلط روان دی هغوی د پردیو جاسوسان دی او خلک د خپلو ګټو د ساتلو لپاره په نوم د جهاد او ځینی یی هم په نوم د مذهب استعماله وی. زما خبره په یاد لری د طالبانو مشرانو هم شروع کړې چی په سیاف به بیا… نور لوستل »

جمیل

و دی ## ته چی وګورو پر ځان وبیریږو .
الهی جل جلا له ته د زړونو مالک یی ستا پر دین مو زړونه ټینګ کړی او خاتمه مو سمه کړی .

Omair mustafa

## k paisa nata jawaz nadarad Ama waqte k dollar bata baz kho dost ast !!!! Allah hedayat Kunad

جلال

بسم الله الرحمن الرحیم
کیدی شی چی ووايی هغه وخت جاهل وم او اوس عقل می په سر راغلی دي. خو نبی کریم صلی الله علیه وسلم، اصلی علت پخوا نه واضحا بیان کری دی، چی عبارت دي له:
حب الدنیا و الکراهية الموت.
اعوذبالله. الله سبحانه و تعالی يی‌ سره له نورو، د هدایت او توبی توفیق ورنصیب کري. آمین

استاد سیاف،

سلامونه،
روس می تکه تکه کړ،د روس نقشه می بدله کړه،اور بند می ورسره ونه کړ،تاسو د امریکا سره اوربند اعلان ،او د توپک خولی مو په افغانانو پسی راواړولی،
تاسو د دکفارو سره اوربند افغان ملت سره جنګ څنګه توجیه کوی؟
ځواب په هیله

احمدشاه

سياف ته،
### دی لکه پر تا غوندی ## افغان شي، د امريکا سپي هم پر تا شرف لري، هغوي له زرهاو کيلومترواټن نه راځي چه ستا وطن اشغال کړي بيغرته، د امريکايي مرداري هم پر تا او لکه تاغوندي بيغروتو باندي شرف لري،

استاد سیاف،

سلامونه
احمد شاه ته.
د وطن اشغال امریکا راتګ ته طالیبانو سل په سله زمینه مساعده کړه،هغه ځکه چه ۱،طالیبانو د بن لادن په واسطه په امریکایانو برید.دوزره یو کال.
۲،د بن لادن نه سپارل.
۳،طالیبانو القاعده او، بلکه ټولی دنیا یاغیانو په افغانستان کی پالل.
غیرت، دین ،وطن ،داسی نه وی چه کافر سره اوربند،افغان مسلمان قتل …….

طوطی

احمد شاه ته: نن سبا هیڅ څه نشی پټ پاتی کیدای خپل غم کوی چی ستاسو ویډیوګانی هم بازار ته راوتلی ستاسو مشران هم له سیاف نه کم ندی. په دا کنځلونه څه نه کیږی یوه ګوټه سیاف ته نسی څلور نورې دی خپل ځان خواته شی. تر څو به تاسی پر مداری توب سره خلک غولوی؟

احمدشاه

هي طوطی ګکه!
اخر دی خپل اصليت واضع کړ چه ته هم د مداری سياف او د اشغاګرو طوطی يي.

محب خوستی

سیاف صیب ! روس چې کومو اتلانو تکه تکه کړ د هغوی اولادونه اوس له امریکايي یرغلګرو سره هم جهاد کوي، … که تا ریښتیا له روس سره د عقیدې له مخې جهاد کولای نو نن به دې صلیبی یرغلګرو ته د ذلت سجدې نه کولې !

دوکتور غروال

پله بینه تش په نام مسلمانه ، د پنجابی پاکستان جاسوسه او د عربو ډالرو لپاره وهابی اووروسته کابل کښي د امریکا ډالرو مریده او د ملت قتلونو استاد سیاف ته : روس نه تاسی خرڅ شوي او نه د نورو تنظیمو خرڅ شوو ټوټه ټوټه کړ بلکه غیرتی ملت په سرو وینو د خاوری څخه وشړل او تاسی خرڅ شوو د خپلو بادارانو مردودو هدفونو لپاره ئي دا ملی افتخارات د تاسو په نام کړ او ملت ئي د تاسی په وسیله نه یوازی تباهی ته ټیله کړ بلکه تاسو مضرو د کمونیستانو په شان د اسلام چیغو لاندی… نور لوستل »

عظیمی

دا ویډیو موده مخکی یو دوست را ته را واستول څو خلی می وکتله بلاخیره دی نتیجه ته ورسیدم. چه شیطان به لا لعنت به سیاف ویلی وی. په دی چه د هغه ته چیلینجر پیدا سوو او هغه به فکر کوی چه ماته یی لا دوکه راکړه. د افغانستان او دجهان د پاکو مومینانو د جهادی روحیی نه یی سوی استفاده وکړه.. طالبان چه نن د امریکا او یا نورو غربی استعمارګرانو سره خبری کوی . دافغان خاوری د ازادی او اسلامی نظام د ټنګولو د پاره ټنده په ټنده د زمری په شان خبری ورسره کوی.نه ستا په… نور لوستل »

جلال

امريكا سره په دى شرط اوربند شيوى، چى قرارى سره افغانستان نه ووزي. هغه داخلى گوداگيان چى تر اوسه د صليبى اشغال تر سيورى لاندى راوستل شو، تغذيه شو او خپل وطندارانو پر ضد استعمال شو، ملى سرمايه او د كوندى او يتيم مال وخورل او داسى نور جرمونو مرتكب شو، اوس بايد چى په خپله وسله په زمكه پريدى او تسليم شى، ترسو سولى او امنيت راشي. طالبان خو د عفو فرمان صادر وكر. ولى د دي چانس نه استفاده نه كوي؟ ملك الطوايفى خو ان شآءالله امكان نه لري. بس دي زان غولونه. الله تعالى ته خو چا… نور لوستل »

جمیل

استاد سیاف ته ! استاذه السلام علیکم ؛ ما هم یو څو ورځی ستا د حذب سره په جهاد کی تیری کړیدی ، هغه وخت به ستا جهادی او اسلامی ویناوو ډیر خوند راکاوه او مجاهدین به ستا په صفتو نه مړیدل . دا منم چی روس مو تکه تکه کړ او نقشه مو ور بدله کړه ، خو مونږ مسلمانانوته کفار او اشغالګر تل کفار او اشغالګر دی که هغه انګریر وی ، که روس وی او یا امریکا او نور . کله دی داسی یو آیت او یا حدیث مخی ته راغلی چی د پلانی اشغالګر کافر سره… نور لوستل »

احمدشاه

جميل خانه وروه په ګوټو د برکت، الله تعالیٰ د حجرونه درکړي.
څما ده ځړه خبره د ليکلی، سياف او سياف پالوته ځما د ځواب ورکولو ضرورت نشته.

محمد احسان

د سیاف او ګلبیدین په اړه د خالص بابا له پیشګويي سره مي نورهم پر هغه باور بوخ شو ، ريښتیاهم چې خالص بابا یو صادق مسلمان و او په خپل ایماني فراست سره یې د دغو دواړو منافقو څیرو واقعی ماهیت درک کړی و. خدای ورباندې ورحمیږي .

Back to top button
18
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x