روغتیانړۍ

چین، د کرونا په اړه پومپیو په قصدي دروغو تورنوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غوایي، ۱۳۹۹ل): چین د کرونا ویروس د خپریدو په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قصدي دروغو تورنوي او دا په چین د روان برید یوه برخه بولي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویانده هو چون یونګ ویلي چې مایک پومپیو پر چین د پرلپسې لفظي بریدونو په تړاو کې د کرونا ویروس ناروغۍ کوویډ-۱۹ په اړه هم دروغ وایي.

نوموړې تایید کړه چې چین د کرونا خپریدو مخنیوي په خاطر له خورا شفافیت څخه کار اخیستی، کوم چې تېر کال د چین په مرکزي ښار ووهان کې راڅرګند شو.

د رویټرز د راپور له مخې، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې یادونه وکړه چې امریکایي سیاستوال په چین بې اساسه تورونه لګوي.

وړمه ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پومپیو پر چین تور پورې کړی و، چې داسې شواهد یې ترلاسه کړي، کرونا ویروس د ووهان ښار په یوه مرکزي لابراتوار کې چمتو شوی دی.

خو د فرانس خبري اژانس د راپور له مخې چین دغه تورونه په کلکه ردوي، «که څه هم پومپیو په پرلپسې ډول دا تورونه لګوي خو نه شي کولی داسې شواهد وښيي چې کرونا ویروس د چین په یوه لابراتوار کې چمتو شوی ځکه چې په دې تړاو هغوی هیڅ نه لري».

د روغتیا نړیوال سازمان هم په دې اړه په یوه خبري ناسته کې په خپلو څرګندونو کې ویلي وو چې امریکا ورته کوم داسې شواهد چې دا ویروس دې د لابراتوار اختراع وي نه دي وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې پومپیو په داسې وخت کې په چین د ویروس چمتو کولو تور لګوي چې تېره پنجشنبه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په چین د نورو تورونو سربېره ورته تور لګولی و.

دا په داسې حال کې چې کرونا ویروس په بشپړ چین کې له منځه تللی دی او بل لوري ته په امریکا کې په ورځني توګه هره ورځ له ۲۰۰۰ د زیاتو کسانو ژوند اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x