شعـــــرونه

درد کۀ دې پۀ کار وي، نو اغزي لۀ زړګي مه باسه/ قاري سعيد

قاري سعید

درد کۀ دې پۀ کار وي، نو اغزي لۀ زړګي مه باسه
ســرۀ د پرهــرونــــو پســرلي لۀ زړګي مــه باســه

هســې نه بیا عــرش پۀ لــرړزه راولې ټپي یــاره
روح ته رخصت ورکړه خو زګېروي لۀ زړګي مه باسه

اې د هــوښــیارانو د نــړۍ تاریخــه یاد لره
پام دې وي د عصر لېوني لۀ زړګي مه باسه

مات میرات به وي خو بې لۀ ربه چاته ټیټ نشول
هسکـه دا سـپېرۀ سـپېرۀ تنـدي لۀ زړګي مـه باسه

ستا تر غېږ رسیږي او کنه منزله حق یې دی
دا مــزلو وهــلي لاروي لۀ زړګـي مــه باســه

شرم دی پۀ مینه کې شکوې او دا ګيلې مانې
بس دی نور سعیده اسویلي لۀ زړګي مه باسه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx