
نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غوايي، ۱۳۹۹ل): په افغانستان کې د مهمو اقتصادي او مالي اصلاحاتو د چټکتیا او له کرونا وبا سره د اغیزمنې مبارزې په موخه نړیوال بانک له افغانستان سره د ۴۰۰ ملیون ډالرو مرستې اعلان وکړ.
نړیوال بانک له افغانستان سره دا هڅوونکې مرسته د سوداګریزو اصولو د پیاوړي کولو او خصوصي پانګه اچونې د هڅونې، د ټولنیز ګډون پراختیا او ملکي خدمتونو له اصلاحاتو څخه د ملاتړ، له طبیعي پېښو سره د مقاومت زیاتولو، د مالي چارو او عامه مالي مدیریت د پیاوړتیا او مالي پايښت د خوندیتوب لپاره اړینه بولي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک مشر هنري کیرالي وایي: «د بورډ ننۍ پرېکړه یوه پخه نښه ده چې نړیوال بانک پر اوسنۍ کرونا وبا سربېره له افغانستان او له خلکو سره یې خپلې مرستې زیاتوي».
د هغه په خبره، دا مرسته به له افغانستان سره په سخت حالت کې د سمون یا اصلاحاتو جاري ساتلو او د کرونا وېروس له اغېزه د کم شوي عاید په اداره کولو کې د مهم مالي ملاتړ برابرولو کې همکاري وکړي.
نړیوال بانک وایي، افغانستان پر ۲۰۲۰ کال له سختو ننګونو سره مخ دی، نړیوالې وبا پرې سملاسي بد اغېز کړی:«له نورو هېوادونو سره د پولو بندېدو له امله د حکومت ګمرک اغېزمن شوی او د کورنا وبا د نه خپرېدو لپاره د حکومت قیوداتو پر اقتصادي چارو سخت بد اغېز کړی. بې وزلي لا زیاته او پراخه شوې، ناڅرګند سیاسي او امنیتي حالت هم روان دی».
د نړیوال بانک د وېبپاڼې له مخې دې هڅوونکې مرسته کې ۱۶۰ میلیون ډالر د دغه بانک د نړیوالې پراختیا بودیجې نه اخیستل شوی، چې د ډېرو خوارو هېوادونو لپاره دی او ۲۴۰ میلیون ډالر هم د افغانستان د بیارغونې بودیجې نه اخیستل شوي چې نړیوال بانک یې د ۳۴ مرستندویانو په مټ اداره کوي.
نړیوال بانک د روان کال اپرېل په درېیمه هم له افغانستان سره د کرونا وبا د مبارزې لپاره سل میلیون ډالري بېړنۍ مرسته تصویب کړه، چې په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره وکاروي.
د روانې میاشتې پر څلورمه اسیايي بانک هم د افغانستان له روغتیا وزارت سره ۴۰ میلیونه ډالره مرسته وکړه چې د دې وزارت د مرستیال وزیر وحید مجروح په وینا دا د اسیاسي بانک دا مرسته به هم د کرونا سره د مبارزې لپاره ولګول شي.
نړیوال بانک د افغانستان سره مرسته نده کړی ، دوی د امریکا د فاسدو غلامانو سره مرسته کړیده چی نور یی هم ښه وپړسوی .
مخکی لدی هم په سوونه ملیونه ډالره مرسته ورسره وسوه خو چا یی پوښتنه ونکړه چی دا پیسی پر کومه ولاړی ، دا نوی ورکړل سوی پیسی به هم همداسی غلامان پخپلو کی سره وویشی ، پدی دا ټوله مرسته؟ کوونکی ښه پوره خبر دی .
یا الله جل جلا له ته تر ټولو ښه مرسته کوونکی یی ته د دی زوریدلی ، کړیدلی د بیوسه او بیکسه افغانانو مرستندوی سه .
دغلو په جیبونو کی دا پیسئ نه معلومیژئ انشالله شیکست به ده دئ مفسدو دمرستو په نامه لیوانو وئ انشاالله