روغتیا

سویلي کوریا کې ۷ ډوله درمل د کرونا درملنې لپاره ازمویل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غوایي، ۱۳۹۹ل): د سویلي کوریا حکومت د کرونا ویروس ناروغۍ «کوویډ-۱۹» د درملنې لپاره ۷ ډوله درمل په کلینیکونو کې ازمویلي دي.

یوناپ خبري اژانس د سویلي کوریا حکومت د یوه استازي په حواله ویلي دي چې ددې درملو مثبتې پایلې کولی شي د روان کال تر پایه د کرونا ضد په درملو کې اغیزمن ثابت کړي.

د استازي په وینا، د درې واکسینو کلینیکي ازموینې به د ۲۰۲۰م کال تر پایه په هېواد کې پېل شي، په داسې حال کې چې د ۲۰۲۱م کال تر پایه به یو بریالی او معتبر واکسین څرګند شي.

د څيړنو او ازموینو ګړندي کولو لپاره د سویلي کوریا حکومت سره صلیب ته اجازه ورکړې تر څو د څيړنو او کلینیکي ازموینو لپاره دې د وینې نمونې واخلي. پخوا دغه اجازه یوازې ځينو ځانګړو متخصصینو ته ورکړل شوې وه.

ددې ازموینو د څيړلو ملاتړ کولو لپاره خصوصي شرکتونه او ادارې پلان لري چې د ۳ سطحې بیولوژي (BL3) لابراتوارونه پرانیزي، کوم چې د ویروسونو خوندي کول اداره کوي.

که څه هم په سویلي کوریا کې له چین وروسته کرونا ویروس خپور شو، خو دغه هېواد یې په مخه نیولو کې بریالی شو، تر دې مهاله نږدې ۱۱زره پېښې ٍثبت شوي چې له مخې یې ۲۵۰ کسان مړه شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x