نړۍ

هند کې ۱۶ ویده مزدوران له اورګاډي لاندې شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۹ غوایي، ۱۳۹۹ل): د هندوستان د مهاراشټرا ايالت په اورنګ اباد سیمه کې باروړونکی اورګاډی لږ تر لږه د ۱۶ تنه مزدورانو د وژنې لامل شوی دی.

د هندي رسنيو له قوله دغه مزدوران له مديا پردېش سيمې بېرته را روان وو او د اوږده سفر او ډېرې ستړيا له کبله د آرام کولو لپاره د اورګاډي پر پټلۍ ويده شوي وو.

د هندوستان د پوليسو په خبره، پېښه سهار پينځه بجې هغه مهال وشوه چې له سامانونو ډک اورګاډی راغی او يو له مخې يې دغه ټول مساپر مزدوران لاندې او ووژل.

د اورګاډي چلونکي د بريک نيولو هڅه کړې خو څو يې دراوه، تر هغې وړاندې تللی و او ټول کارګران يې وژلي. د هندوستان لومړي وزير نريندرمودي په خپل پېغام کې پر پېښه ژوره خواشيني ښودلې او زياته کړې يې ده چې د رېلوې وزير حالت څاري او پېښې ته يې پام دی.

د پاکستان او ځينو نورو اسيايي هېوادونو په ګډون هندوستان هم هغه هېواد دی چې د رېل پټلۍ پکې زياتره د ځمکې پر سر د عمومي سړکونو او لويو لارو تر څنګ غځېدلې ځکه خو وخت په وخت د دغسې او دې ته ورته بوږنوونکو پېښو خبر ورکول کېږي.

په اروپا، استراليا او نوره نړۍ کې بيا د ځينو آسيايي ملکونو برخلاف د اورګاډي ليکې تر ځمکې لاندې او يا هم په سر پوښه ځايونو کې غځېدلې.

باید وویل شي چې په هند کې د کرونا وبا څخه د لګیدلي ګرځبندیز له کبله لسګونه زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close