نړۍ

(ISPR) دوسلوالو ځالي په افغانستان کي دي

spokes_man_for_pakistani_army(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۰۷/۱۵) اسلام اباد: دپاکستان دفوځ ویاند میجرجنرل اطهرعباس وایی د ترهګرو ځالي په افغانستان کی دي ، دبرطانیی دخبري رسنیو له یوي ټولني سره دخبرو پرمهال نوموړي زیاته کړه دسوات پخواني وسلوال ټول وافغانستان ته اوښتي دي، دافغانستان په دوو ختیځو ولایتو نو، کنړ اونورستان کی خوندي ځایونه لري اوله هغه ځایه څخه کله کله دپاکستان خاوری ته را اوړي اوغلچکي  بریدونه کوي.

نوموړي زیاته کړه دپاکستاني وسلوالو مشران لکه مولنافضل الله، فقیرمحمد، عبدالولي او ملاحکیم الله له پاکستان څخه وتلی او پورته ذکرشویو سیمو کي خوندي ځایونه لري، نوموړي زیاته کړه کله چي څه وخت مخکي په افغانستان کي دناڼو ځواکونو له دغو سیمو څخه خپل عسکرشاته کول مونږ ورته خپله اندیښنه ښودلي وه، خو هغوي زمونږ په خبروکوم غوږ ونه ګراوه، داوو چي هغه ځایونوکي اوس پاکستاني وسلوال ځاي پرځای شوی دي.

نوموړی دروان کال دجون د میاشتي دپاکستاني وژل شویو عسکرو ویډیو ښکاره کړه، اطهرزیاته کړه ددغو عسکرو له وژلو څخه وروسته مونږ وسلوال تعقیب کړه راته مالومه شوه چي دغه ټول له سوات څخه تیښتیدلي طالبان دي چي اوس دافغانستان په کنړاونورستان ولایتونو کي خوندي ځایونه لری، دنوموړي په وینا دروان کال دجون په میاشت کي په دیرکي یوه کلي  ته څیرمه دپاکستاني عسکرو پوستي له ۵۰ تر ۶۰ وسلوالو له لوري ترسخت برید لاندی راغلي وي چي نتیجه کی یی له دیرشو څخه زیاتو پاکستاني عسکروته مرګ ژوبله واوښته.

دپاکستاني فوځ ویاند زیاته کړه پرپاکستاني عسکروباندي دبرید قومانده دحفیظ الله الیاس کوټچوان، مفتي الدین الیاس شبیر، اوددرو نورو قومندانانو له لوری په مخ بیول کیدله .

نوموړي وویل که څه هم پاکستاني ځواکونه په افغانستان کي دننه دوسلوالو په وړاندی عملیات نشي کولای، خوبیا هم یو کمیسون ټاکل شوي ده ترڅو یوه ښه دحل لاره راوباسي، اویوي پایلي ته ورسیږی ترڅو دهغوپاکستاني وسلولو په وړاندي چي افغانستان کی خوندي ځالي لري باید کوم اقدام باندی لاس پوری شي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x