افغانستانروغتیا

د کندهار والي حیات الله حيات په کرونا ويروس اخته شوی دی

نن ټکی اسيا (شنبه، ۲۰ غوايي، ۱۳۹۹ل): ځينې سرچینو تاييد کړې چې د کندهار والي حيات الله حيات په کرونا ويروس اخته شوی دی.

د کندهار ولایت مقام یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي ازادي رادیو ته تایید کړې چې د دغه ولایت والي حیات الله حیات او یو شمیر ساتونکي یې په کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.

‏د سرچينې په وینا والي او د هغه یو شمیر ساتونکو نن د کرونا ناروغۍ د معلومولو لپاره خپل روغتيايي سيمپلونه د کندهار حوزې لابراتوار ته ورکړي وه چې نتيجه يې مثبته راوتلې ده.

دا په داسې حال ده کې چې تېره ورځ د عامې روغتيا وزارت وزير فيروز الدين فيروز هم په کرونا ناروغۍ اخته شوی و.

دغه راز په ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ کې هم ګڼ شمېر چارواکو کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تر دې مهاله په کندهار ولايت کې د کرونا ۴۸۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۹ کسان مړه شوي او ۲۱ بيرته روغ شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

MASHALLAH

Popal

Allah di na jorawi hasi kho corona drogh da kho khudai pa badtreena marazoono doi mubtala kri amin ya raba

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x