
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غوايي، ۱۳۹۹ل):بغلان کې له تېرو پنځه کلونو راپدیخوا د یوه ۱۰۰ بستریز روغتون جوړېدو په هدف ۲ سوه ۸۵ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې وې؛ خو تر کم کار وروسته یې اوس چارې په ټپه درېدلي دي.
په ملي شورا کې د بغلان د خلکو استازي وايي، چې د پلخمري په حسین خیلو سیمه کې د حکومت له لوري د ۱۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې، چې نیمګړې ترسره شوې وې اوس مهال د نا معلومو دلایلو له امله درېدلي دي.
د سیمې اوسېدونکي بیا حکومت په ناغېړۍ او روغتون ته د ځانګړیو شویو ۲ سوه ۸۵ میلیونه افغانیو کې په فساد تورنوي.
دوی وايي، که د روغتون کار په نږدې راتلونکي کې پیل نه شي نو په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
د بغلان اوسېدونکي وايي، د روغتون کار د نامعلومو دلایلو له امله درېدلی او حکومت ته خبرداری ورکوي، که د روغتون کار پیل نه شي نو په پراخو لاریونونو به لاس پورې کړي.
دوی همداراز یاد ۱۰۰ بستریز روغتون ته د ۲ سوه ۸۵ میلیونه ځانګړیو شویو افغانیو کې حکومتي مسئولین په فساد تورنوي.