افغانستان

غور کې د لاریون پرمهال د پولیسو په ډزو۲۱ تنه ملکیان مړه او ژوبل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غوايي، ۱۳۹۹ل): د غور ولایت مرکز فیرزوکوه کې د مرستو د نه رسېدو په اعتراضیه غبرګون د پولیسو د ډزو له امله د یو خبریال په ګډونه ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

عیني شاهدان وايي، نن د شنبې په ورځ د غور ولایت مرکز فیروزکوه کې د قطري خیریه مؤسسې «الغرافه» لخوا په نادارو خلکو مرستې وویشل شوې؛ خو یو شمېر هغه کسان چې مرستې ورته رسیدلې نه وې په اعتراضیه لاریون پيل وکړ، چې د پولیسو له توند غبرګون سره شول او پولیسو په خلکو ډزې وکړې.

د عیني شاهدانو د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د «صدای غور» په نوم د یوې سیمه ییزې رادیو خبریال نویداحمد په ګډون ۴ تنه ولسي خلک مړه او ۱۷ تنه نور ټپیان کړل.

په سیمه کې د سلام وطندار راډیو خبریال بیا وايي، چې پولیسو په لاریونوالو مخامخ ډزې کړي، ځکه د خلکو تلفات زیات وو.

د غور ولایت مقام او امنیه قومندانۍ تر اوسه دې هکله څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x