افغانستان

طالبان: پاکستان کې د «منصور صاحب» د جایدادونو راپورونه  بې بنسټه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غوايي، ۱۳۹۹ل): طالبان وایي، پخواني مشر «اختر محمد منصور» سوداګري ته وخت نه لاره او په پاکستان کې د جایدادونو د شتون خبره یې له «افواهاتو» پرته بل څه نه دي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي، چې په پاکستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې یوې محکمې په کراچي ښار کې یو شمېر جایدادونه د اختر محمد منصور وبلل او لیلام ته یې وړاندې کړل.

د پاکستان د فدرالي تحقیاتو  ادارې «FIA» محکمې ته په وړاندې کړو معلوماتو کې ادعاء کړې، چې اختر محمد منصور د «محمد ولي» او «ګل محمد» په نوم پاکستاني شناختي کاردونه جوړ کړي و، او پېرلي جایدادونه یې هم په همدې نومونو ثبت دي.

طالب ویاند «‌ذبیح الله مجاهد» دې ډول راپورونو ته په غبرګون کې ویلي، چې سوداګري یو روا کار دی، خو منصور صاحب نه په پاکستان کې جایداد درلود او نه هم سوداګرۍ ته وزګار و.

د مجاهد په خبره، دا ډول راپورونه د «اسلامي امارت» د مشرانو په اړه د «اذهانو د مغشوشولو» هڅه ده، موږ يې په کلکه ردوي «موږ یوځل بیا روښانه کوو چې د اسلامي امارت مشران، الحمدلله ډيره پاک او سپيڅلي سابقه لري، دا ډول پروپاګند او کاذب راپورونه نشي کولای د هغوی شخصیت او روښانه ماضي ته زیان واړوي.»

په ورته وخت کې د چارو څارونکي بیا د پاکستان له لوري د اختر محمد منصور په نامه د جایدادونو د پلټنې معاملې ته د شک په سترګه ګوري.

پاکستان کې مېشت ازاد خبریال «طاهر خان» په دې اړه له «ډیوه راډيو» سره په خپله مرکه کې ویلي، چې د پاکستان د استخباراتو له لوري کېدونکې دعوه نه خو طالبانو منلې او نه یې هم په اړه څه ثبوت شته، خو دا یوه شکمنه معامله ده، چې څنګه د پاکستان استخبارات د یوه مړ شوي کس په جایدادونو پسې څو کاله وروسته ګرځي؟

اختر محمد منصور د طالبانو د پخواني مشر «ملا محمد عمر مجاهد» د مړینې د خبر تر خپرېدو وروسته په «۲۰۱۵» میلادي کال کې د هغه ځایناستی وټاکل شو او په ۲۰۱۶ کال کې د امریکایي بي پيلوټه الوتکې په برید کې د کندهار د ریګستان او بلوچستان تر منځ «نوشکي» نومي سیمه کې ووژل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
پتنګ

یو نالتی بې شرمه بې وجدانه پښتو پختو افغان ملتیان، خلق او پرچم او دکوزې پښتونخوا ځينې پښتانه دا سې پروپاګندې کوي نالت د خدای دې وي پر دې بيحیا انسانانو !! ددالرو غله ، له دینه منکر او ناموس فروشه بې هویته !!

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x