افغانستان

بغلان کې اوولس دولتي کارکوونکي طالبانو ته ورغلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۰ غوايي، ۱۳۹۹ل): د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د حکومت اووه لس کارکوونکي طالبانو ته ورغلي او د هغوی له لوري یې دروند استقبال شوی.

طالبانو په همدې تړاو په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو کسانو په عسکرو، اربکیانو او نورو برخو کې دندې درلودې او دعوت، ارشاد، جلب او جذب  کمېسیون په هڅو دوی ته ورغلي.

خبرپاڼه کې د تسلیم شویو کسانو پېژندنه راغلې او وړاندې زیاته شوې «دوی په خپلو تېرو اعمالو د پښيمانتیا ترڅنګ له مجاهدینو سره د همکارۍ او مزدوري ادارې ته د فعالیت نه کولو کلکه ژمنه کړې ده.»

یاده دې وي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون له لاسلیک او دولتي کارمندانو ته د طالبانو لخوا د عامې بښنې له اعلان نه وروسته ګڼ شمېر دولتي ځواکونه او کارمندان خپلې دندې پریږدي او طالبانو ته تسلیمیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

SUBHANALLAH
MANY WILL INSHALLAH SOON REALIZE AND UNDERSTAND THE FACTS AND TRUTHS

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x